م.م په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه وښوده د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې هیواد کې د داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې داعش په افغانستان کې پراخ او سیسټماټیک ملاتړ نه لري. م.م په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه وښوده
د پاکستان سرکاري تيلي ويژن وایي چې د پنجاب او سند صوبي په بېلا بېلو جيلونو کې بېګا شپه او نن (سېشنبه) سهار د وژنو په تورونو ککړو ۱۲ کسانو ته پانسي ورکړل شوي ده. د روالپنډۍ په اډیاله جيل کې د قتل په جرم کې سزا شوي دوو د جهنګ ضلعي په جيل کې دريو په ملتان کې دوو په ميانوالي او فيصل آباد کې يو يو او په کراچي کې دوو کسانو ته پانسي ورکړل شوه. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ پاکستاني حکومت د تېرو اتو کالو نه د عامو کسانو د پانسۍ په سزاګانو لګولي پابندي ختمه کړه. د دې نه مخکي يوازې ترهګرو ته د پانسۍ په سزاګانو ورکولو پابندي ختمه شوي وه. راپورونه وايي چې دا مهال د پاکستان په بېلا بېلو جيلونو کې اته زره داسې کسان دي چې ورته په تېرو وختونو کې عدالتونو د پانسي سزاګاني اورولي دي.
د پښتو د وتلي شاعر او ليکوال غني خان په نوولس سوه څورالسم کال کې د خيبر پښتونخوا د چارسدې په هشنغر کي زېږېدلی وو او په پنځلسم مارچ نوولس سوه شپږ نوي کې په حق ورسېد.
په خېبر پښتو نخوا او قبایلي سیمو کې تراوسه په ترهګریزو بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر سکولونه ړنګ کړل شوي دي، چې ډېر په کې د جینکو دي. د رڼا په لور خپرونه کې د پښتونخوا سوات سیمې ته ورځو او د دې خبرې جاج اخلو چې دغلته د ورانو شویو سکولونو د بیا ودانۍ کار څنګه روان دی؟ د خپرونې کوربه شاهین بونیری دی.
په جرمني کې د دغه هيواد د فزکس پوهانو ټولنې لخوا هر کال يو نړيوال کنفرانس جوړيږي چې د نړۍ د يو شمېر هيوادونو فزکس پوهان خپلې نوې څېړنې پکې وړاندې کوي.
په جرمني کې د دغه هيواد د فزکس پوهانو ټولنې لخوا هر کال يو نړيوال کنفرانس جوړيږي چې د نړۍ د يو شمېر هيوادونو فزکس پوهان خپلې نوې څېړنې پکې وړاندې کوي. دا لومړی ځل دی چې په دې کنفرانس کې د افغانستان استازيتوب شوی او يو ځوان افغان فزکس پوه محمد تنها په خپل هيواد کې د خپلو شوو څېړنو پايلې وړاندې کړې. دا کنفرانس له دوشنبې پېل شوی چې د اونۍ تر پايه به دوام ولري. په دې اړه زموږ همکار احمد شاه اعظمي له افغان ګډونوال محمد تنها سره مر که کړې او په لومړي سر کې يې د کنفرانس د ارزښت په اړه ورڅخه پوښتلي...... له محمد تنها سره د احمد شاه اعظمي مرکه آډيو
لانګ وار جورنال ليکې چې په دغو خطونو کې راغلي چې د هغه وخت د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف هم له القاعده سره د مذاکراتو کوشش کړی وو.
کرنل ظایر وايي اسې وسله ترلاسه کړې چې پاکستان ته یې پر راوړلو بندیز دی. کېدای شي دا وسله د ناټو له کنټېنرونو غلا شوې ويږ
ډاکټر مالک بلوڅ وویل، تاسو ته مالومه ده چې په دې هيواد کې د ترهګرۍ پر ضد يو جنګ دی او ددې اثر به په تاسو خامخا پرېوځي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته