د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کريکټ ښوونيز ټورنمنټ پیل شو


په ننګرهار کې د پښتونستان ليسې د سپورت استاد حقیق وايي، څه يې چې زده کړل، خپلو شاګردانو ته به يې ښيي.

په جلال اباد کې د اتو ښوونځيو د زده کوونکي او د سپورت د استاذانو لپاره د کريکټ دوه ورځینۍ روزنیزې لوبې پیل شوې.
په دغه لوبو کې به د سپورت استاذانو او د ښوونځيو شاګردانو ته د کريکټ د بنيادي وصولو تر څنګ عملي زده کړې هم ورکول کيږي.

د کريکټ د ښوونيزو زده کړو دغه دوه ورځينی ټورنمنټ د کريکټ بورډ د سپین غر زون په مرسته د ايم ايم سي په نوم د کريکټ د پیاوړتيا يوې غير دولتي ادارې د دوشنبې په ورځ د ننګرهار اکاډمۍ کريکټ لوبغالي کې پیل شو.

د افغانستان د کريکټ بورډ د سپین غر زون امر بختیار ساحل د ښوونيز ټورنمنټ د پيليدو پر مهال مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د افغانستان په تعليمي نصاب کې د کريکټ مضون شامل شوی،نو په دې خاطر د ښوونځيو شاګردانو ته عملي زده کړې ورکول اړين دي.


«د دې ښوونيز ټورنمنټ د پيليدو مطلب دا دی چې د ښوونځيو شاګردانو ته په نصاب کې د کريکټ زده کړې ځای شوي، دا چې د کريکټ لوبه څنګه پيل کيږي، دا يې ابتدايي پروګرامونه دي، همدا رنګه د ښوونځيو شلو تنو استاذانو ته د کريکټ په ټړاو لومړني معلومات ورکول کيږي.»

د افغانستان د کورني کريکټ مشر نظیم جار عبدالرحیمزی چې د ښوونځيو د سپورټ شلو تنو استادانو ته يې د کريکټ تيوريکي او عملي زده کړې ورکولې مشال راډيو راډیو سره په خبرو کې وويل:

«موږ دوی ته د کريکټ لومړني اساسات بیانوو چې څنکه وکولای شي، چې څنکه بال او بيټ نيول کيږي، کوم شيان اړين دي چې بايد پام ورته وشي. موږ د پوهني د وزارت له مقام نه غوښټنه کوو چې کوم استادان دلته زده کړې کوي، دا بابيزې ونه ګڼي، او کله چې خپلو مکاتبو ته ستنېږي نو خپلو شاګردانو ته زده کړي ترکونه وروښيي.»

په ننګرهار کې د پښتونستان ليسې د سپورت استاد حقیق وايي، څه يې چې زده کړل، خپلو شاګردانو ته به يې ښيي.

«موږ ته چې استاد کوم ترکونه راوښودل، البته څه مو له مخکې نه شاګردانو ته په ښوونځيو کې ښودلي او څه مو چې دلته زده کړل، دا به ورته په ايماندارۍ او اخلاص سره ښيوو، ځکه چې که ومو نه ښودل په دې کې زموږ غاړه بنديږي»

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کريکټ اوسني ټرينر ريس احمدزی چې د تيرو څو کلونو راهيسې ځوانانو ته د کريکټ په برخه کې تیوريکي او عملي زده کړې ورکوي، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

«په اول سر کې دوی ته موږ د کريکټ تخنيکونه ښيوو او پس له دې نه دوی موږ هغه عملي ميدان ته کيباسو او ګورو چې څه مو ورته ښودلي هغه يې په مغزو کې ناست دي او که څنګه؟»

دی وايي چې د ۲۰۰۹ کال راهيسې يې د کريکټ په برخه کې د ځوانانو د استعدادونو د پياوړتيا په خاطر يوه موسسې پرانستې چې تر دې دمه يې تر شپږ زره تنو پورې ځوانان روزلي او دې چار ته ادامه ورکوي.

XS
SM
MD
LG