د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سیاستوال د سېنېټ رايو خرڅولو ضد یو شول


کوټه: د پاکستان وفاقي وزیر سعد رفیق د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان سره د خبري غونډې پر مهال. ۳/۳/۲۰۱۵
کوټه: د پاکستان وفاقي وزیر سعد رفیق د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان سره د خبري غونډې پر مهال. ۳/۳/۲۰۱۵

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمودخان اڅکزي وویل، له نېشنل پارټۍ او مسلم لیګ ن سره د اتحاد بنیاد هم دا دی، چې د جمهوریت د بقا لپاره هلې ځلې وکړي او د خلکو وسايل د خلکو لپاره وي.

د پاکستان د سینيټ لپاره په ټولو صوبو کې تياريانې بشپړه شوې او سبا د جمعرات په ورځ به د هرې صوبې غړي له خپلې صوبې د سینيټ غړي ټاکي. که څه هم د بلوچستان اسمبلۍ ځيني غړي په دې تورن یادېږي، چې هغوي خپلې رايې د پېسو له لارې پلوري. د سې شنبې په ورځ په همدې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې تود بحث وشو او ځينو غړيو په يوه بل تور پورې کړ، چې هغوي خپلې رايې خرڅې کړېدي.

دا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د غړي لیاقت اغا ږغ دی، چې د اسمبلۍ په غونډه کې يې هغه پاڼې ښکاره کړې، چې په کې د اسمبلۍ ځينو غړيو د ازادو کانديدانو تاييد کړی. لیاقت آغا پر همدوي تور پورې کړ، چې ددې آزادو کانديدانو تاييد يې هم په پېسو کړی او رايې هم په دوي خرڅې کړې دي. همدې د رايو خرڅولو د مخنيوي لپاره د واکمن پاکستان مسلم لیګ ن يو پلاوی د وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق په مشرۍ کې د دوشنبې په ورځ کوټې ته راغلی او دلته يې د بېل بېل سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ملاقاتونه کړی، تر څو د هارس ټريډينګ يا د رايو د خرڅولو مخه ونیسي. خواجه سعد رفیق د سې شنبې په ماځيګر د پښتونخواملي عوامي ګوند د چېرمين محمود خان اڅکزي کور ته ورغلی او د نوموړي په کور کې يې له رسنوالو سره په خبرو کې وویل،

؛ زموږ د ټولو تر منځ په دې خبره اتفاق دی، چې جمهوري عمل بايد په ښه توګه مخته لاړ شي. او که چېري ځيني خلک دلته په دې انتخاباتو کې د ګند خورولو هڅه کوي يا د پېسې استعمالوي، نو بايد موږ يې ګډه مخه ونیسو؛.

له خواجه سعد رفیق سره يو ځای رسنوالو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمودخان اڅکزي بیا وویل، ددوي او پاکستان مسلم لیګ د اتحاد بنیاد هم دا دی، چې د جمهوریت د بقا لپاره هلې ځلې وکړي او د خلکو وسايل د خلکو لپاره وي.

؛ موږ دا غواړو چې په پاکستان کې صفا ديموکراسي وي. زموږ اتحاد هم په همدې جوړ شوی، چې په پاکستان کې يوه داسې ډيموکراسي راشي، چې د طاقت سرچشمه د اولس ټاکل شوی پارلیمان وي او چېري چې د اولس وسایل د هغوي په خدمت کې وي؛.

له دې سره چې د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې او له غونډې بهر په هر ميدان کې د هر سیاسي ګوند مشر د رايې د خرڅولو پرضد نه يواځې خبرې کړې، بلکې ددې د مخنيو لپاره يې حکومت ته بېل بېل وړانديزونه هم ورکړي. د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ هم وايي، د رايو د خرڅولو د مخنيوي لپاره به ګامونه پورته کوي، تر څو دده په خبره د بلوچستان پر اسمبلۍ لګېدلی داغ ومنځل شي.

؛ موږ چې کله د خپل سینيټ تاريخ ګورو، نو دغه ډول ډېرې پېښې شوې او موږ له خپله تاریخه سترګې نه شو اړولای. لاکن داسې هم شته، چې ماته يو داسې کس هم مالوم دی، چې له هغه سره د درې کروړه کالدارو د ورکول کېدو ژمنه شوې، لاکن له هغه باوجود هغه خپله رایه ماته خوشې راکړه؛.

د ویلو وړ ده چې د سینيټ په دې ټاکنو کې به له بلوچستان صوبې څخه ټول دوولس سینيټران ټاکل کېږي، چې په کې به اووه په جنرل يا عامو څوکيو وي، دوه په ټيکنوکرېټس، دوې مېرمنې او يو د اقلیت يا لږکيو پر څوکۍ ټاکل کېږي

XS
SM
MD
LG