د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف په سرکاري دوره سعودي عربستان ته ولاړ


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف
د پاکستان وزير اعظم نواز شريف

ياده دې وي چې د وزيراعظم جوړيدو ورستو د نواز شريف دا سعودي عربستان پنځمه (٥) او په روان کال کې دا درېيمه (٣) دوره ده.

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف و سعودي عربستان ته تر تلو وړاندې په خپل يو بيان کې ويلي دي چې د دواړه هېوادونو ترمينځ ژور مذهبي او تاريخي تعلقات دي او ورځ تر بلې ټینګېږي.

له وزيراعظم کوره جاري شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نواز شريف ته د دورې بلنه د سعودي عربستان شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود ورکړې ده او له نوموړي سره پهپلاوي کېکې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او د پنجاب وزير اعلا شهباز شريف پرته ځانګړي مرستیالان طارق فاطمي او عرفان صديقي مله دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې وزيراعظم نواز شریف به د خپلې دورې پرمهال له شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود سره ملاقات کوي چې پکې به د دواړه خيزو تعلقاتو علاوه پر سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې اترې کوي.

په لاهور کې مېشت د سياسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري د وزيراعظم نواز شريف د سعودي عربستان دورې په بابوايي چې د دې دورې دوه اړخونه دي يو دی علاقايي سياست او بل د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ تعلقات، ترڅو چې د دواړه ملکونو ترمينځ تعلقاتو خبره ده نو په تېرو ورځو کې په پاکستان کې په سعودي عربستان د ترهګر تنظيمونو يا مدرسو ته په فنډ ورکولو ډير تنقيد وشو کوم چې ډير غير معمولي ځکه دی چې په پاکستان کې په سعودي عربستان دومره تنقيد نه کيږي نو ظاهره ده چې سعودي عرب به يي نوټس اخستی وي او دويم دا چې خليجي ملکونو کې هم ډير بدلونونه راروان دي يو طرف ته د داعش مسله ده نو بل پلو د سعودي عرب او ايران ترمينځه شخړه هم موجوده ده نو اوس به دا کتل وي چې د ايران په معامله سعودي عرب له پاکستانه څه غواړي.

يو بل پخوانی سفير او د بهرنو چارو کارپوه عامر عثمان وايي چې د وزيراعظم دا دوره ځکه هم مهمه ده چې په سعودي عرب کې اقتدار د يو بل بادشاه په لاس کې وراغلی دی او موجوده شاه هم دا غواړي چې له پاکستان سره خپل تعلقات ښه وساتي نو زه ګڼم چې د دواړو ملکونو تر مينځ چې کومې لږې ډېرې غلط-فهميانې رامينځ ته شوې هم وي نو هغه به له دې دورې سره ختمې شي.

ياده دې وي چې د وزيراعظم جوړيدو ورستو د نواز شريف دا سعودي عربستان پنځمه (٥) او په روان کال کې دا درېيمه (٣) دوره ده.

XS
SM
MD
LG