د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یو ناورین راغلی د کورنۍ اتلس تنه یې راووژل'


'یو ناورین راغلی د کورنۍ اتلس تنه یې راووژل'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

'یو ناورین راغلی د کورنۍ اتلس تنه یې راووژل'

ولید خان له مشال راډيو سره په ځانګړې ویډيويي مرکه کې وویل، کله چې روغتون ته ولاړ نو یو قصابخانه ښکارېدله، هر لوري ته په وینو کې لت پت مړي پراته ول.

د ۲۰۱۳م کال پر ۲۹م سیپټېمبر د پېښور کیسه خوانۍ بازار کې له یوې درنې چاودنې د شوکدر کوچي بابا مټه مغل خېلو کلي د یوې کورنۍ د ۱۸ تنو په ګډون ۳۸ کسان مړه، او سل نور ژوبل وو. د دغه کورنۍ یوه تن ولید خان د خپلوخپلوانو د لومړي تلین لمانځلو پر مهال وویل، یو توپان راغلی او هر څه یې تالا ترغه کړل.

په هغه برید کې د یوې کورنۍ د اتلس تنو مړي د شوکدر کوچي بابا مټه مغل خېلو کلي په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل شوي ول.

ولید خان له مشال راډيو سره په ځانګړې ویډيويي مرکه کې وویل، چې د کورنۍ غړي یې پېښور ته د دې لپاره تللي ول چې هلته خپل خپلوان واده ته وروبولي، چې یو ناتاره ویر پرې جوړ شو. دی وايي، کله چې پېښور کې روغتون ته ولاړ نو یو قصابخانه ښکارېدله، هر لوري ته په وینو کې لت پت مړي پراته ول.

د کیسه خوانۍ چاودنه: له مشال راډيو د ۲۰۱۳م کال راپور:


پروسږ کال د هغې ویرلړلې پېښې په باب د لېډي ریډینګ روغتون ویاند جمیل شاه مشال راډیو ته ویلي ول، چې په یوه سوزوکۍ کې سپاره د یوې کورنۍ اتلس تنه هم وژل شوي ول.

پښتونخوا: د یوې کورنۍ ۱۸ تنه مړي خاورو ته وسپارل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



هغه ویلي ول، په وژل شویو کې شپږ ښځې او ۳۱ سړي دي.

د هغې غملړلې پېښه په اړه سرتاج نومي تن مشال راډيو ته ویلي ول چې د هغه دوې خویندې، مور، مېرمن، ترور زوی، ورور او دوه زامن وژل شوي وو.

سرتاج وژل او و یې ویل: ((یو مې د ترور زوی دی، یو مې ورور دی. حماد مې زوی دی او جنید مې زوی دی، دا ټول مړه دي.))

دی وايي، د ده د ورور واده وو او د کورنۍ غړي پېښور ته ورغلي ول چې خپل خپلوان واده ته وروغواړي.


سرتاج وژړل او زیاته یې کړه چې د حماد عمر نهه کاله وو.

د مټې مغل خېلو کلي یو قبر کیندونکی چې بهادر نومېږي ویلي، لومړی ورته وویل شول ۱۲ کسان وژل شوي دي. بیا ورته وویل شول چې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

ده وویل، د قبرونو په کیندلو ستړي شوي.

XS
SM
MD
LG