د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نړۍ مشران دې د نجونو تعلیم ته مخ واړوي'


د امريکا ولسمشر باراک اوباما مېرمن، مېشېل اوباما
د امريکا ولسمشر باراک اوباما مېرمن، مېشېل اوباما

مېشېل اوباما په خپلو خبرو کې د تعليم د نړيوالې مبارزې، د سوات د ملالې يوسفزۍ او په نايجيريا کې د هغو ۲۰۰ سکول ته تلونکيو جينکو، چې د بوکو حرام په نوم د اسلامي سخت دريځې ډلې د غړيو لخوا تښتول شوې وې، يادونه وکړه.

د امريکا د ولسمشر باراک اوباما مېرمنې، مېشېل اوباما د نړۍ پر مشرانو غږ کړی چې د نجونو د تعليم په برخه کې خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.

نوموړې، چې په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د روانې غونډې په څنډه کې جوړ يوه تقريب ته يې وينا کوله، د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د هغو هېوادو نجونو ته چې د دې په خبره، پر خرابو حالاتو سربېره يې خپلو زدکړو ته دوام ورکړی، مرستې رسول يقيني کړي.

د رايټرز اژنس ليکنه وايي، د راتلونکي کال تر پايه، د نړۍ هر ماشوم ته د تعليم حاصلولو موقعې په لاس ورکول د ملګرو ملتو يو له مهمو اهدافو څخه دي، چې د ليکنې تر مخه، تر لاسه کول يې يو څه مشکل بريښي.

په ملګرو ملتو کې د تعليم، ساينس او کلتور د څانګې ادارې لخوا ورکړل شوې وروستۍ شمېرې ښيي چې د نړۍ له ۶۵۰ ميليونه ماشومانو څخه، چې عمرونه يې پرايمري سکول ته د تلونکيو هغو دي، ۲۵۰ ميليونه يې ليک لوست نشي کولی.

مېشېل اوباما په خپلو خبرو کې د تعليم د نړيوالې مبارزې، د سوات د ملالې يوسفزۍ او په نايجيريا کې د هغو ۲۰۰ سکول ته تلونکيو جينکو، چې د بوکو حرام په نوم د اسلامي سختدريځې ډلې د غړيو لخوا تښتول شوې وې، يادونه وکړه.

نوموړې وويل، زه د ملالې په څېر نجونو په هکله سوچ کوم، زه د نايجيريا بهادرې نجونې يادوم، زه هغه ټولې نجونې يادوم چې په اړه به يې کله هم په رسنيو کې څه و نه ويل شي، کومې چې، سربېره پر دې چې ډېرې غريبې دي، هره ورځ خپلو سکولونو ته په ساعتونو مزلونه کوي.

مېشېل اوباما دغه راز وويل، که موږ هغه لوړ همت او پخې ژمنې، چې دا نجونې يې لري، يو څه درک کړای شو، نو و به کولای شو چې د نړۍ ټولو نجونو ته د زدکړو د موقعو برابرولو لپاره خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړو.

نوموړې زياته کړه، که موږ ګڼو چې د نړۍ په هر ګوټ کې هره يوه جينۍ د تعليم حاصلولو هغه حق چې زموږ بچيانې يې لري، هغه هم لري، نو بيا بايد په دغه لړ کې خپلې ژمنې لا ډېرې قوي کړو.

خو ليکنه کاږي، په همدغه غونډه کې چې مېشېل اوباما ورته وينا کوله، کله چې د تعليم په برخه کې د ملګرو ملتونو خاص استازي، د برتانيا پخواني وزيراعظم ګورډن براون، د نړۍ په کچ د پرايمري تعليم عامولو لپاره د ۶ بيلينه ډالره په اندازه د مرستو راغونډولو اپيل وکړ، نو کوم د پام وړ هر کلی يې و نه شو.

په ليکنه کې د يونيسکو د مشرې، ايرينا بوکووا په حواله ويل شوي چې د نړۍ نجونو ته د تعليم موقعې په لاس نه ورکول کېدل نه يوازې دا چې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د نړيوال ثبات پر وړاندې هم يو غټ خطر دی.

XS
SM
MD
LG