په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې ناامني خپره شوه چې د ټولنې د وګړو پر ژوند یې لوی اغېز وکړ.
له دې سره سره که تېرې یوې لسیزې ته ولیدل شي نو د پښتنو ټولنې ته د ټېکنالوژۍ لېږد هم ممکن شو او د پښتو موسیقي هم له نویو ټېکنالوژیکو الاتو او وسایلو برخمنه شوه.
پوښتنه دا ده چې د پښتنو په ټولنه کې او رویو کې ایا جمهوري مزاج شته او که نه؟ د پښتو شاعرۍ او ادب په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د جمهوري ارزښتونو د ودې لپاره کار کړی دی او که نه؟
د پښتو ژبې سندرې، فلمونه او سټېج ډرامې ایا د جمهوري اقدارو د پرمختګ پیغام ورکوي او که نه؟
په ټولنه کې د زغم او ډیموکراسۍ د پرمختګ لپاره شاعران او موسیقاران څه کولای شي؟ دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې له پوهانو سره څېړلې دي.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.