د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د زندۍ سزاوار باندې په زندان کې څه تېرېږي'


'د زندۍ سزاوار باندې په زندان کې څه تېرېږي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي حقومي سلاکار عبدالعلي محمدي مشال راډیو ته ويلي چې بايد د هغو څلور سوه بنديانو مقدمې بايد بيا و څيړل شي چې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده. په نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونه د زندۍ سزا «پانسۍ یا اعدام سزا» ختمولو لپاره مبارزه کوي. په پاکستان هم تر اته زره زيات بنديانو ته د زندۍ له سزا سره مخامخ دي. دا چې د مرګ سزا سره مخامخ دغو بنديانو ستونزې او ذهني کيفيت څنګه وي؟ په دې اړه عبدالحي کاکړ د پښتو ليکوال او شاعر شيرين يار يوسفزي سره مرکه کړې ده. نوموړی د نشي توکو د قاچاک په تور نيول شوی وو او شاوخوا دوولس کاله په زندان کې تير کړي. په دې کې يې اته کاله په داسې حالت کې تېر کړل چې ورته د مرګ سزا اورول شوې وه. نوموړی په دوه زره دوولسم کال کې های کورټ بې ګناه وګرځولی او دی خوشی شو. له ده څخه په سر کې پوښتل شوې چې د زندۍ یا پانسۍ اورول شوي قيدی په توګه يې په زندان کې دننه احساسات څه وو؟

XS
SM
MD
LG