د چمن ډپټي کمیشنر جمعه داد مندوخیل وايي، چې پوله به د پلي/پیاده تګ راتګ ترڅنګ د تجارت لپاره هم خلاصه وي او یوازې هغه وګړي تګ راتګ پر کولای شي چې قانوني اسناد ولري.
په عین وخت کې طالبانو هم په بیان کې ویلي چې د دواړو خواوو ولسي وګړي کولای شي چې د تذکرو، شناختي کارډونو او مهاجر کارډونو په وسیله د چمن او سپین بولدک پر وره تګ راتګ وکړي.
د بلوچستان حکومت د هغه پرېکړې چې ځنګل پیرعليزی یې د کلا عبدالله ضلعې مرکز ګرځولی، پروړاندې نن په کلا عبدالله کې ځايي خلکو د کوټې – چمن لویه لار د هر ډول ګاډو پرمخ تړلې ده. صوبايي حکومت د سږکال په جنورۍ کې کلا عبدالله نوې ضلعه اعلان کړه او د هغې هېډکوارټر یې ځنګل پیرعليزی وګرځاوه. د ایوب ترین راپور
د کوټې د پولیسو د مشر مرستیال اکرم اظهر د اګست پر اتمه ماخوستن مهال پر زرغون سړک تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو رېموټ کنټرول بمي برید وو او هدف یې پولیسان ول.
د ۸ م اګست په پېښه کې د وژل شوي باز محمد کاکړ ایډوکېټ مشر ورور ډاکټر لعل خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د حکومت له خوا تر اوسه د وژل شویو وکیلانو کورنیو ته په سمه توګه انصاف نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ويلي ډېر ژر به د عبيدالله کاسي کورنۍ او ګوند ته انصاف ورسېږي. نوموړي په ادعا سره وویل، په دوو درو ورځو کې به ډېره لويه کاروايي کېږي او ولس به یې وویني.
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان د عبیدالله کاسي تښتونه او وژنه غندلې او ويلي يې دي، په دغه ډول کارونو به دوی له خپله دريځه پرشا نه شي.
حبیب طاهر اېډوکیټ وايي چې په یوې عدالتي پرېکړې سره د ښځو د حقونو مسله نه هوارېږي. د دې لپاره په ټولنه کې پوهای زیاتول غواړي. هغوی په وراثتي حقونو خبرول غواړي.
د بلوچستان حکومت له خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عثمان خان کاکړ د مرګ وجوهاتو معلومولو لپاره د جوړ کړي کمېشن موده پای ته رسېدلې ده.
د بلوچستان په سرکاري هسپتالونو کي ځوان ډاکټرانو کاربندیز پیل کړی او غوښتنه کوي چې پروسږ کال په لنډمهالې توګه لګېدلي نرسان دې پاخه کړل شي خو حکومت یې کاربندیز ناقانونه بولي او وايي له دې څخه ناروغانو ته ستونزې جوړېږي. د ایوب ترین راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته