د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ د مړینې څېړلو عدالتي کمېشن ته د هغه کورنۍ او ګوند ولې حاضر نه شو؟


محمد عثمان خان کاکړ د جون پر ۲۱مه د سر زخم له وجې ومړ - انځور له ارشیفه.
محمد عثمان خان کاکړ د جون پر ۲۱مه د سر زخم له وجې ومړ - انځور له ارشیفه.

پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند د خپل مخکښ عثمان خان کاکړ د مرګ پر ضد خپلو احتجاجي‌ جلسو ته دوام ورکړی دی. ګوند د بلوچستان په زیاتره پښتون مېشتو لویو ښارونو او ښارګوټو کې غونډې کړې دي او په هره غونډه کې دا خبره تکراروي چې ګواکې عثمان خان کاکړ د پاکستان جاسوسي ادارو وژلی دی. خو د بلوچستان حکومت نه یوازې دا تور ردوي بلکې د پلټنو لپاره یې یو عدالتي کمېشن هم جوړ کړی دی.

دې کمېشن ته د پلټنو لپاره ورکړل شوې موده پای ته رسېدلې ده خو لا یې هم پلټنې پای ته نه دي رسولې. صوبايي حکومت وايي، په کار ده چې له دې کمېشن سره په پلټڼو کې مرسته وشي‌ خو پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند وار له مخه ویلي چې دوی له دې عدالتي کمېشن څخه د رښتیا موندلو او ویلو تمه نه لري.

د بلوچستان حکومت له خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عثمان خان کاکړ د مرګ وجوهاتو معلومولو لپاره د جوړ کړي کمېشن موده پای ته رسېدلې ده.

د بلوچستان حکومت د جولای پر لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې د های کورټ پر دوو ججانو جسټس نعیم اختر افغان او جسټس نذیر احمد لانګو مشتمل کمېشن به په ۳۰ ورځو کې د عثمان خان کاکړ د مړینې د وجوهاتو په اړه پلټنې سر ته رسوي.

د اګست پر لومړۍ نېټه د یاد کمېشن د مودې تر پوره کېدو وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو مشال راډیو ته وویل چې پلټنې د کمېشن کار دی او په کار ده چې په دې لړ کې ورسره مرسته وشي. "د هغه کورنۍ او ګوند له موږ سره هېڅ تماس نه وو نیولی، یوازې یې ویلي ول چې دوی کمېشن غواړي نو موږ د هغوی پر اخباري بیان عدالتي کمېشن جوړ کړ، نو دا اوس د کمېشن کار دی خو زما په فکر حکومت، د هغه کورنۍ او د هغه ګوند ټول باید له دې عدالتي کمېشن سره مرسته وکړي چې هغه پلټنې وکړي او رپورټ وړاندې کړي."

خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، د بلوچستان حکومت دا کمېشن د دوی په خوښه نه بلکې د سېنېټ په وینا جوړ کړی دی.

د یاد ګوند مرکزي ویاند او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان حکومت که رښتیا هم د عثمان خان کاکړ د مرګ وجوهات په ډاګه کول غواړي نو بیا دې د دوی په خوښه پلټنې وکړي. "موږ ډېرې درنې جلسې کړې دي او په هره جلسه کې مو دا قرارداد منظورېږي چې د جسټس قاضي قایز عیسا په مشرۍ کې دې موږ ته د سپریم کورټ د ججانو عدالتي کمېشن راکړي‌ او یا دې هم د ملګرو ملتونو له لارې موږ ته تحقیقاتي عدالتي کمېشن راکړي."

رضا محمد رضا وویل، نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نه هم د عثمان خان کاکړ د کورنۍ له خوا څوک د بلوچستان حکومت اعلان کړي عدالتي کمېشن ته وړاندې شوی دی.

د ده په وینا، پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې په پاکستان کې د جوړ شویو حکومتي عدالتي کمېشنونو تاریخ ته په کتو د بلوچستان حکومت پر جوړ کړي عدالتي کمېشن باور نه لري.

اوس پوښتنه دا ده، که پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د عثمان خان کاکړ کورنۍ دې کمېشن ته نه وړاندې کېږي نو د دې کمېشن به نتیجه څه راوځي؟

د بلوچستان های کورټ وکیل، قانونپوه برخوردار اڅکزی وايي، عدالتي کمېشن چې تر ورکړل شوي وخت تېر شي نو قانوني حیثیت یې ختم شي. "په قانون کې داسې څه نشته چې یو عدالتي‌ کمېشن به د څومره وخت وي خو که ورته ټاکل شوی وخت تېر نو بیا هغه کمېشن په خپله ختمېږي او بل دا چې که حکومت وغواړي نو تر وخت له مخه یې هم ختمولای شي."

پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند د عثمان خان کاکړ د څلوېښتۍ جلسه د اګست پر اوومه په کوټه کې اعلان کړې ده.

عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۷مه په کوټه کې په خپل کور کې ټپي شوی وو او د بې هوښۍ په حالت کې لومړی د کوټې یو روغتون ته او بیا د کراچۍ اغا خان روغتون ته وړل شوی وو.

نوموړي د جون پر ۲۱مه هلته سا ورکړې وه او بیا د جون پر ۲۳مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه مسلم باغ کې خاورو ته سپارل شوی وو.

XS
SM
MD
LG