د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبیدالله کاسي د وژنې پرضد د کوټې په ګډون ګڼو ښارونو کې هړتال


کوټه کې نن د جمعې ورځ هړتال دی
کوټه کې نن د جمعې ورځ هړتال دی

نن د بلوچستان په مرکز کوټه او لویو ښارونو کې کاروبارونه تړلي او ګڼه ګوڼه کمه ده. ګوند د احتجاجي کاربندیز اعلان تر هغې وروسته وکړ چې د زیارت/پنجشنبې پر ورځ د عبیدالله کاسي مړی په پښین کې وموندل شو. نوموړی د جون پر ۲۶مه له کچلاغه تښتول شوی وو. د هغه د تښتونې او وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د زیارت په مازیګر په کچلاغ کې د عبیدالله کاسي جنازې ته د یوشمېر ګوندونو مخکښه مشران او پلویان ورغلي ول. هغوی ټولو له حکومته غوښتنه وکړه چې په صوبه کې د سیاستوالانو او فعالانو خوندیتوب باوري کړي او د کاسي په وژنه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

پر دې مهال د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو وويل ډېر ژر به د عبيدالله کاسي کورنۍ او ګوند ته انصاف ورسېږي. نوموړي په ادعا سره وویل، په دوو درو ورځو کې به ډېره لويه کاروايي کېږي او ولس به یې وویني.

د عبیدالله کاسي مړی د پوسټمارټم لپاره د پښین روغتون ته وړل شوی. ۲۰۲۱، ۰۵ اګست
د عبیدالله کاسي مړی د پوسټمارټم لپاره د پښین روغتون ته وړل شوی. ۲۰۲۱، ۰۵ اګست

د مشال رېډيو خبریال ایوب ترین وايي چې د عبید الله کاسي د مړ‎ی پوسټ مارټم یې د کوټې په سیول روغتون کې وکړ‎، د روغتون د چارواکو په خبرہ عبیدالله کاسي پر هغه د شوي زیات تشدد له امله مړ شوی دی.

د کاسي کورنۍ وايي چې برمته ګرو د هغه د پرېښودو لپاره د پینځلس لکه ډالرو غوښتنه کړ‎ې وہ خو وایي دوی یوہ پیسه هم نه دہ ورکړ‎ې.

د جنازې د مراسمو وغونډې ته د وينا پر محال د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان ايالتي مشر او د ايالتي اسمبلۍ غړي اصغر خان اڅکزي وويل چې د دوی د ګوند ملګري ځکه په نخښه کېږي چې هغه لا هم پر خپله نظريه او لار روان دي. نوموړي د بلوچستان د کورنيو چارو و وزير مير ضيا لانګو ته د هغه د خبرو په ځواب کې وويل: ''د عبيدالله کاسي قاتلان په انجام رسول د حکومت او ادارو زمه واري ده.''

عبیدالله کاسی
عبیدالله کاسی

خو اصغر خان اڅکزي دا هم وویل، ''حکومت دې هر څه په خپله زمه واري تر سره کړي داسې نه چې بيا د عبيدالله کاسي کورنۍ له نورو ستونځو سره مخامخ شي.''

دوی دا غوښتنه پر داسې مهال کړې چې د سږني جون پر ۱۷مه نېټه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ هم پر سر تر زخمي کېدو وروسته ومړ.

د نوموړي کورنۍ او ګوند تور پورې کوي چې کاکړ وژل شوی خو حکومت یې هغه مهال مړینه طبیعي بللې وه. وروسته صوبايي حکومت د کاکړ د مړینې پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان هم وکړ.

یاده دې وي چې تر دې پېښې وړاندې پروسږ کال په اکتوبر کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي ترجمان اسدخان اڅکزی هم له کچلاغ ښارګوټي سره جوخت له بلېلۍ سیمې تښتول شوی وو او پینځه میاشتې پس یې مړی کوټې ښار ته څېرمه له نوسار سیمې څخه موندل شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG