د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن -بولدک لار بیا خلاصه شوه


د افغانستان یو سپین ږیری پر چمن-بولدک لار له خپل ماشوم زوی سره پر پوله بند وو. ۲۰۲۱، ۱۳م اګست
د افغانستان یو سپین ږیری پر چمن-بولدک لار له خپل ماشوم زوی سره پر پوله بند وو. ۲۰۲۱، ۱۳م اګست

د چمن - سپین بولدک لار چې له یوې اوونۍ راهیسې تړلې وه اوس بیا پرانیستل شوه.

دا پرېکړه د اګست پر ۱۳مه په چمن کې د ځايي چارواکو او د طالبانو ترمینځ له ناستې وروسته وشوه. دوی ویلي چې اوس د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره تګ راتګ کولای شي.

د چمن ډپټي کمیشنر جمعه داد مندوخیل وايي، چې پوله به د پلي/پیاده تګ راتګ ترڅنګ د تجارت لپاره هم خلاصه وي او یوازې هغه وګړي تګ راتګ پر کولای شي چې قانوني اسناد ولري. د نوموړي خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د تګ راتګ پرمهال به د کورونا وبا احتیاطي لارښوونو ته پام کېږي.

دغلته د لارې د بندېدو له وجې له مالونو ډک ګاډي هم له تېرې یوې اونۍ راهیسې ولاړ ول چې د سوداګرو په وینا، زښته ډېر مالي تاوانونه یې ګاللي دي.

د چمن سوداګرو اتحادیې مشر جلات خان وايي، پکار ده چې د انتظامي مشکلاتو له امله پوله د سوداګرۍ پر مخ و نه تړل شي ځکه چې له دې څخه بیا بیا دوی ته په کروړونه روپۍ مالي زیان اوړي.

په وروستیو کې پوله ځکه وتړل شوه چې طالبانو د چمن-بولدک پر لار پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه غوښته.

یاده دې وي چې د جولای پر۱۴مه د افغانستان سپین بولدک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته له لوېدو وروسته پوله بنده شوه خو بیا په ورځ کې تر درې ګنټو پورې یانې د سها ر له ۸ د غرمې تر ۱۱ بجو خلاصه وه چې له کبله یې داوړ غاړو ته ولس او په تېره ښځې او ماشومان له سخت کړاو سره مخامخ شول.

XS
SM
MD
LG