د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک پر دروازه تګ راتګ بیا پیلېږي


طالبانو د اګست پر شپږمه د سپین بولدک لار وتړله چې تر هغې وروسته پاکستانیو چارواکو د چمن ور هم وتاړه - د ۲۰۲۱ز کال د اګست پینځمې انځور.
طالبانو د اګست پر شپږمه د سپین بولدک لار وتړله چې تر هغې وروسته پاکستانیو چارواکو د چمن ور هم وتاړه - د ۲۰۲۱ز کال د اګست پینځمې انځور.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن او سپین بولدک ور بیا پرانیستل کېږي.

د لارې د خلاصولو پرېکړه د اګست پر ۱۰مه پر پوله د پاکستان چارواکو او طالبانو په غونډه کې وشوه.

د چمن انتظامي مشر جمعه داد مندوخېل د اګست پر ۱۰مه خبریالانو ته وویل چې دا لار چې د اګست له شپږمې راهیسې تړلې وه، اوس به هره ورځ د اتو ساعتونو لپاره پرانیستې وي.

په عین وخت کې طالبانو هم په بیان کې ویلي چې د دواړو خواوو ولسي وګړي کولای شي چې د تذکرو، شناختي کارډونو او مهاجر کارډونو په وسیله د چمن او سپین بولدک پر وره تګ راتګ وکړي.

ټاکل شوې وه چې دا لار د اګست پر ۱۱مه بیا پرانیستل شي خو په سیمه کې حکومتي سرچینو مشال راډیو ته وویل چې ور لا هم تړلی پروت دی.

په چمن کې پاکستاني چارواکي وايي چې لاره یې ځکه نه ده پرانیستې چې له افغانستانه په مهاجر کارډ پاکستان ته د خلکو سفر اجازه نه شي ورکولای. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د پاکستان د شناختي کارډونو ادارې (نادرا) په پاکستان کې مېشتو رجسټر افغان کډوالو ته کارډونه ورکړي. د هغو کارډونو لرونکي چې یو ځل افغانستان ته ستانه شي، نو بیا ورباندې پاکستان ته سفر نه شي کولای.

طالبانو د جولای پر ۱۴مه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالي ونیوله.

په سیمه کې د جګړو له وجې پاکستان د چمن لار وتړله او بیا یې په ورځ کې یوازې د درو ساعتونو لپاره د پرانیستو پرېکړه وکړه او د خلکو د تګ راتګ لپاره یې د ویزې لرل لازمي کړل. خو دا لار د جولای تر ۲۶مې پورې د سوداګرۍ پر مخ تړلې وه.

په چمن کې ګڼ افغانان بند پاتې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

خو طالبانو د اګست له شپږمې څخه لار وتړله او ویې ویل چې تر هغو چې افغانانو ته په تذکرو او مهاجر کارډونو د سفر اجازه ور نه کړای شي او د تګ راتګ موده زیاته نه شي، لار نه پرانیزي.

د دې اقدام له وجې د دواړو خواو ترمنځ سوداګري ودرېده او تر پینځو ورځو پورې لسګونه لارۍ په چمن او سپین بولدک کې ولاړې پاتې وې.

په عین وخت کې سلګونه خلک هم په چمن کې بند پاتې ول چې پکې ځینې ناروغان هم شامل ول.

په چمن کې د سوداګرو د ټولنې مشر جلات خان د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، پر پوله د ستونزو د زیاتېدو له وجې له کاروباره بېزاره شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۲۰ز کال له فبرورۍ راهیسې د چمن او سپین بولدک لار څو ځلې وتړل شوه چې له وجې یې سوداګري او د خلکو تګ راتګ اغېزمن شول.

جلات خان زیاتوي چې د انتظامي ستونزو له وجې باید لاره د سوداګرۍ پر مخ بنده نه شي ځکه چې له دې وجې تجارانو او ټرانسپورټرانو ته د اربونو روپیو تاوان وراوړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG