د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نیشنل ګوند د یوه مرکزي مشر عبیدالله کاسي مړی په پښین کې وموندل شو


عبیدالله کاسی
عبیدالله کاسی

د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي ملک عبیدالله کاسي مړی د اګست پر پینځمه د پښین په سرانان تحصیل کې ځايي لېویزو موندلی دی چې په یوه دښته کې غورځول شوی وو.

د هغه له تصویرونو ښکاري چې پر بدن یې د تشدد نښې دي او لاسونو ته یې ځولنې اچول شوې دي.

ملک عبید الله کاسی سږکال د جون پر ۲۶مه نېټه د کچلاغ له کتیر کلي څخه تښتول شوی وو.

نوموړی پر دغه ورځ په مسلم باغ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي صدر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ تر فاتحې وروسته په کچلاغ کې خپل کور ته پر لار وو.

د عبیدالله کاسي مړی د پښین په سرکاري روغتون کې د طبي پلټنو لپاره وړل شوی وو. ۲۰۲۱، ۵م اګست
د عبیدالله کاسي مړی د پښین په سرکاري روغتون کې د طبي پلټنو لپاره وړل شوی وو. ۲۰۲۱، ۵م اګست

د هغه د موندل کېدو تر خبر وروسته یې د ګوند ګڼ شمېر ملګري سرانانو ته ولاړ او له هغه ځایه یې د عبیدالله کاسي مړی د پښین سیول روغتون ته ورسولو. هلته یې ډاکټرانو لومړنۍ طبي پلټنې وکړې او وروسته یې د ده مړی د کوټې سیول هسپتال ته ولېږدولی. د کوټې سیول روغتون ته هم د عوامي نیشنل ګوند ګڼ شمېر کارکنانو ورسېدلی دي.

د اې اېن پي صوباي صدر اصغرخان اڅکزی وايي، د ورځې په اوږدو کې به د ملک عبیدالله کاسي د تښتولو او وژنې په اړه خپل ګوندي غبرګون ورکړي.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان د عبیدالله کاسي تښتونه او وژنه غندلې او ويلي يې دي، په دغه ډول کارونو به دوی له خپله دريځه پرشا نه شي. د قربانیو دا لړۍ له خدايي خدمتګاره بیا تر عوامي نیشنل پارټۍ پورې روانه ده.

هغه ويلي که د ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او د امن ضد تګلارو مخالفت جرم وي نو دغه جرم به دوی کوي.

نوموړي وویل تر دې وړاندې یې د ګوند صوبايي ترجمان اسدخان ورشهید کړ او نن له بلوچستانه ورته بل مړی ورکړل شو.

اسفندیار ولي خان ویلي که ریاست دوی ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی نو بیا یې ګوند د خپلځان ساتنه او تحفظ کولو کې ازاد دی.

د نوموړي په وینا د عبیدالله کاسي کورنۍ او بلوچستان کې عوامي نیشنل پارټۍ چې په دې اړه څه پرېکړه کوي نو د دوی به همدا فیصله وي.

د بلوچستان صوبې حکومتي ویاند لياقت شاهواڼي د عبیدالله کاسي په وژنه د خپګان څرګندونه کړې ده. هغه ويلي اغوا کار او وژونکي به ونيسي او د انصاف کټارۍ ته به یې راولي، قاتل به د قانون له منګولو څخه بچ نه شي.

په پښین کې له خبریالانو سره په خبرو کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي سنیېر نایب صدر حاجي اصغر ترین او د مرکزي کمیټۍ غړي امیرعلي آغا ویلي دي چې نن ماښام به یې د ګوند صوبايي مشران په یوه غونډه کې د ملک عبیدالله کاسي د تښتولو او وژني پرضد د احتجاجي تحریک پیلولو پرېکړه وکړي او په ټوله صوبه کې به د احتجاجي جلسو او مظاهرو لړۍ پیل کړي.

د کوټې په منان چوک کې د اې اېن پي کارکنان د احتجاج پرمهال. ۲۰۲۱، ۰۵ اګست
د کوټې په منان چوک کې د اې اېن پي کارکنان د احتجاج پرمهال. ۲۰۲۱، ۰۵ اګست

عوامي نیشنل ګوند د عبیدالله کاسي د تښتولو پرضد لا د وړاندې د جون پر ۲۸مه نېټه په کچلاغ کې په احتجاج لاس پورې کړی وو او یو احتجاجي کیمپ یې هم لګولی وو چې یوڅو ورځې وروسته یې بیرته ختم کړی وو.

یاده دې وي چې تر دې پېښې وړاندې پروسږ کال په اکتوبر کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي ترجمان اسدخان اڅکزی هم له کچلاغ ښارګوټي سره جوخت له بلېلۍ سیمې تښتول شوی وو او پینځه میاشتې پس یې مړی کوټې ښار ته څېرمه له نوسار سیمې څخه موندل شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG