د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنو کې دوه پولیسان وژل شوي، ۱۸ کسان ژوبل


په کوټه کې یو سرتېري د پولیسو پر ګاډي تر برید وروسته د ځای معاینه کوي - د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل میاشتې انځور.
په کوټه کې یو سرتېري د پولیسو پر ګاډي تر برید وروسته د ځای معاینه کوي - د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل میاشتې انځور.

د بلوچستان په سرښار کوټه کې په دوو جلا، جلا چاودنو کې دوه پولیسان وژل شوي او ۱۸ کسان ژوبل دي.

د کوټې د پولیسو د مشر مرستیال اکرم اظهر د اګست پر اتمه ماخوستن مهال پر زرغون سړک تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو رېموټ کنټرول بمي برید وو او هدف یې پولیسان ول.

دی وايي، بم په یوه موټرسایکل کې ایښی وو او چې کله د پولیسو ګاډی له سیمې تېرېده نو چاودنه وشوه چې پکې دوه پولیسان ووژل او ۱۰ پولیسان ژوبل شول. په همدې چاودنه کې پینځه لارویان هم ژوبل شوي دي.

اظهر زیاته کړه چې په ښار کې یې د ناامنۍ د پېښې امکان په اړه معلومات ترلاسه کړي ول، ځکه یې په ښار کې زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای کړي ول.

په عین وخت کې د کوټې پر سریاب سړک په لاسي بمي برید کې درې کسان ژوبل شوي دي.

پولیس وايي، وسله والو هغه مهال د لاسي بم برید وکړ چې ځینو کسانو د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځې د جشن لپاره بیرغونه خرڅول.

له پاکستانه خپلواکي غوښتونکې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د دواړو حملو ذمه واري منلې ده.

د هغې ډلې وسله وال وخت په وخت په کوټه او د بلوچستان په نورو برخو کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG