د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې يو سرتېری وژل شوی او اووه ژوبل


بلوچستان کې د يو وژل شوي امنيتي سرتيري مړی انتقاليږي (ارشيف)
بلوچستان کې د يو وژل شوي امنيتي سرتيري مړی انتقاليږي (ارشيف)

د بلوچستان په لورالای ضلع کې په یو وسله وال برید کې د پوځ يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.


د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر نن (د اګست پر ۱۴مه) ويلي چې بريد نن سهار د لورالای په شاهرګ سيمه کې د اېف سي سرتېرو پر ګاډي شوی خو د هغوی په وينا، په ځوابي ډزو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.


بل خوا د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سیمه دشت کې یوې چاودنې د اېف سي ځواک پينځه عسکر ژوبل کړي دي. د اېف سي ځواک په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا چاودنه د اګست پر ۱۳مه، د سړک پر غاړه د اېښودل شوي ریموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیا لانګو د برید غندنه کړې او په اړه یې د بلوچستان د پولیسو له مشر څخه راپور غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د پاکستان د ازادۍ د ورځې په تړاو د امنیت ساتلو لپاره کوټې ښار ته پر تلونکو لویو لارو پينځه پوستې جوړې کړې دي او په ښار کې یې ۱۴۴مه دفعه عملي کړې ده.

حکومت دا ګامونه په داسې حال کې پورته کړي چې له دې وړاندې په کوټه کې پر پولیسو په یو بمي برید کې څلور کسان وژل شوي ول چې دوه یې د پولیسو سرتیري او دوه نور ولسي کسان ول. په دغه برید کې ۲۰ نور کسان ژوبل شوي هم ول.

تر اوسه چا د دې بریدونو ذمه واري نه ده منلې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG