د بشري حقوقو کمیشن غړي شمس مندوخېل وايي،لویه ستونزه دا ده چې دلته ولس ته حقونه نه ورکول کېږي، دوهمه لویه ستونزه دا ده چې خلک ګرسره په خپلو حقونو خبر نه دي
د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې د بجلۍ د کمي پورته کولو لپاره پر داسې بېلا بېلو پروژو کار کوي چې ورسره به په صوبه کې د بجلۍ د کمي مسله هواره شي.
پاکستاني ټرانسپورټرانو په چمن پوله د پاکستان غاړې ته خپل کانټینرونه د احتجاج په توګه درولي دي.
د پاکستان د وفاقي حکومت اتحادي او د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر وايي، په بلوچستان کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېده لا زیات شوي دي.
د اڅکزي په وینا د پښتنو په سیمو کې شته معدنیات د پښتانه قام دي او دوی به یې هېچا ته د شوکولو اجازه ورنکړي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۶ تلین لمانځلو لپاره د کوټې په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې د غونډو تابیا کړې ده.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مالدارۍ د ودې لپاره جوړ شوی نندارتون نن چارشنبه پای ته رسېږي. په دغه درې ورځني نندارتون کې د پاکستان په ګډون له افغانستان او ایرانه نه یوازې څاروي راوړل شوي بلکې د چین او اسټرالیا سوداګرو هم په پکې برخه اخيستې ده. له کوټي د مشال راډیو خبریال ايوب ترين راکوي.
د ازادي مارچ پلویانو د بلوچستان – پنجاب لویه لار تړلې ده
د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو د نومبر پر نهمه يو ځل بيا د مظاهرو په ترڅ کې پر حکومت تور پورې کړی چې دغلته په جنسي ځورونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکوي.
د سیاسي تنظیمونو جرګه وايي پر دې مسله یې له لومړۍ ورځې احتجاج کړی او تر هغو به یې جاري ساتي چې د دې ویډیوګانو په جوړولو کې ککړو ټولو کسانو ته سزا نه وي ورکړل شوې.
په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.
په پاکستان کي د لږکیو یا اقلیت د حقونو د تحفظ لپاره د سپریم کورت له لوري جوړ شوي د قومي کمیشن پلاوی کوټې ته تللی او هلته یېد اقلیتونو د ستونزو جاج اخیستی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته