د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرانسپورټرانو په چمن کې احتجاج پیل کړی


د چمن پر پوله د ولاړو ټېنکرو پخوانی عکس

پاکستاني ټرانسپورټرانو په چمن پوله د پاکستان غاړې ته خپل کانټینرونه د احتجاج په توګه درولي دي.

د درول شویو کانټینرونو شمېره د ۵۰۰ په شاوخوا کې ښودل کېږي.

دوی د کسټم یا ګمرګ د ادارې لخوا د هغوی کنټیرانو کلیرنس د نه کولو په احتجاج دا ګام پورته کړی دی.

ټرانسپورټران وايي، د پاکستان لوژیستیک سیل، دوی ته په کراچۍ کې د ګمرګ د ادارې لخوا ورکړل شوي سټیکرونه نه مني او ورته وايي چې په چمن کې به هغوی بیا نوي سټیکرونه اخلي.

د عبدالباقي په نوم یو ټرانسپورټر وايي، دا ګام هغوی ته د منلو وړ نه دی:

"اوس دا اېن اېل سي [نیشنل لوژېستېک سېل] والا وايي چې ګاډۍ زما خواته راتاوه کړه، زه یې دلته تلم او له هغې وروسته یې بیا استوم. مخکې به هره ورځ ۲۰۰ ګاډۍ اوښتې اوس ۱۰ هم نه اوړي. موږ ته ډېر زیات مشکلات دي، در په در یو، حالت مو ډېر خراب دی، یو مو دورې کشوي، بل مو دورې کشوي."

مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه په کوټه کې د کسټم د ادارې د چارواکو نظر واخلي خو بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG