د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هوا په وسیله د بجلۍ پر جوړولو کار کوو: ظهور بلېدي


د بلوچستان اسمبلۍ
د بلوچستان اسمبلۍ

پراګ - د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې د بجلۍ د کمي پورته کولو لپاره پر داسې بېلا بېلو پروژو کار کوي چې ورسره به په صوبه کې د بجلۍ د کمي مسله هواره شي.

د اطلاعاتو وزیر ظهور احمد بلېدي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ پیدا کولو لپاره دوې پروژې په حب او ګوادر کې روانې دي.

د هغه په وینا، د دې ترڅنګ هغوی غواړي چې د هوا په وسیله د بجلۍ پیدا کولو لپاره په یو شمېر سیمو کې کار وکړي.

هغه وویل، "تفتان او چاغي د هوا په وسیله د بجلۍ پیدا کولو لپاره په ټول پاکستان کې تر ټولو وړ سیمې دي. هم داسې ځینې ساحلي سیمې داسې دي چې هلته هم د هوا په وسیله بجلي پیدا کېدای شي. نو د دې لپاره د انرژۍ محکمې یو کمپنۍ جوړه کړې ده چې نړیوالو پانګه والو ته به بلنه ورکوي چې راشي په بلوچستان کې سرمایه کاري وکړي او زموږ به ورسره د بجلۍ مسله هواره شي."

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده او یو شمېر داسې سیمې لا هم لري چې له سره بجلي نه لري.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، په بلوچستان کې د بجلۍ د حالت اندازه له مرکزي ښار کوټې څخه لګول کېدای شي.

هغه زیاته کړه: "په صوبايي مرکز کوټه کې هم له څلورو تر شپږو ساعتونو بجلي نه وي، نو په لرې پرتو سیمو کې خو یو پلو له سره بجلي نشته او چې په کومو سیمو کې شته هلته بیا په شپه او ورځ کې شاوخوا ۱۸ ساعته بجلي نه وي او چې بیا راشي هم نو بیا ډېره کمزورې وي."

د شهزاده ذوالفقار په وینا، د کمزورې بجلۍ له کبله په خاصه توګه کروندګر ډېر تاواني کېږي هغه ځکه چې د هغوی ټرانسفارمرې او د اوبو را اېستلو مشینونه سوځي.

خبریال سید علي شاه وايي، د بلوچستان د پښتنې سیمې خلک داسې ګڼي چې ګواکې هغوی ته قصداً بجلي کمه ورکول کېږي.

نوموړي وویل: "د بلوچستان په پښتنه سیمه کې زراعت زیات دی او په دې سیمو کې د یو منصوبې له مخې په هغه موسم کې بجلي ډېره کمه کړل شي چې فصلونه پر پخېدو شي. د دې سیمو د خلکو د ژوند تکیه پر څارویو ساتلو او زراعت ده او زراعت د بجلۍ د نیشتوالي له کبله تباه شي."

د بلوچستان صوبې زیاتره سیمې غرنۍ دي او خلک یې د زراعت لپاره پر ټیوبوېلونو تکیه کوي او هغه په بجلۍ چلېږي.

په بلوچستان کې د پاکستان د نورو برخو په څېر روانې اوبه نشته چې خلک تر د زراعت لپاره کار واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG