د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین لمانځل کېږي


اڅکزي د پښتنو د حقونو لپاره د خپل ۶۶ کاله ژوند ۲۴ کاله زندان کې تېر کړل.
اڅکزي د پښتنو د حقونو لپاره د خپل ۶۶ کاله ژوند ۲۴ کاله زندان کې تېر کړل.

پراګ - پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دسمبر پر دویمه د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۶ تلین لمانځلو لپاره د کوټې په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې د غونډو تابیا کړې ده.

د یاد ګوند مخکښ ډاکټر حامد خان اڅکزي د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې په دې لړ کې به خاص غونډه د کوټې په هاکي سټېډیم کې ترسره کېزي.

د ده په وینا، په دې غونډه کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم ګډون کوي:

"د خان شهید د تلین په حقله به بېلا بېلې جلسې وي. موږ دلته د کوټې ښار په منځ کې په هاکي سټېډیم کې د جلسې تیاري کړې ده. په دې کې به مولانا فضل الرحمان هم زموږ مېلمه وي او دا به داسې وي لکه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام شریکه جلسه"

د دې تر څنګ به په یو شمېر نورو غونډو کې پوهان د عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او مبارزه ویناوې کوي.

د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه د یو شمېر کتابونو لیکوال شوکت ترین وايي، هغه د ۲۰ کالو په عمر کې په عملي سیاست پیل کړی وو:

"په ۱۹۲۷ کې چې غازي امان الله خان د یورپ په سفر تلی نو عبدالصمد خان اڅکزي یې په چمن کې استقبال کړی وو. بیا چې په ۱۹۲۹م کال کې په افغانستان کې د غازي امان الله خان حکومت او نظام ته خطر وو نو عبدالصمد خان اڅکزي یې د کومک تابیا کړې چې له کبله یې واکمن انګریز سرکار هغه ۲۸ شپې د خاندان له ۱۶ نورو خانانو سره د کوټې په پولیس لاین کې بندي کړی وو او دا د هغه لومړی بند وو."

شوکت ترین وویل، عبدالصمد خان اڅکزي د پښتنو د حقونو لپاره د خپل ۶۶ کاله ژوند ۲۴ کاله د انګریز د واکمنۍ پر مهال او له هغه وروسته د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي وو.

په ۱۹۴۸م کال کې چې دی بندي شو نو زه تر هغه وروسته زږېدلی یم او د پنځو کالو وم چې په لومړي ځل مې ولیدی
حامد خان اڅکزی

لیکوال او څېړونکی پروفیسر غني خان غنو وايي ، د عبدالصمد خان اڅکزي په مبارزه کې د ژوند هر اړخ ته پام شوی وو.

"د خان شهید د مبارزې هغه مغز درې ټکي وو ، یعني پښتو ، پښتون او پښتونخوا، پښتونخوا معنا لر او بر، او بیا د دې درو ټکو ضمني اړخ وو لکه ازادي، جمهوریت او متفقه ایین."

د کوټې د پښتو اکېډمۍ مشر او لیکوال سید خیر محمد عارف وايي، عبدالصمد خان اڅکزي د سیاسي مبارزې تر څنګ په سیمه کې د صحافت لپاره هم د پام وړ کار کړی وو:

"خان شهید په ۱۹۳۸م کال کې په لومړي ځل له کوټې څخه د استقلال په نامه ورځپاڼه پیل کړې وه ، بیا یې په ۱۹۵۳م کال کې د پښتو په نامه مجله پیل کړه ، بیا چې پر هغه بندیز ولګېد نو د پېغام جدید پیل وشو او بیا یې له هغه وروسته د ګلستان په نامه مجله خپروله."

عبدالصمد خان اڅکزی چې به له زندانه خلاص شو نو به د خپل پېغام رسولو لپاره کلي پر کلي ګرځېدی او پښتانه به یې په خپلو حقونو او د هغوي ترلاسه کولو په لارو چارو پوهول.

ډاکټر حامد خان اڅکزی وايي، خپل پلار عبدالصمد خان اڅکزی یې له دې کبله په ژوند کې ډېر کم لیدلی وو چې هغه به تل په زندان کې وو:

"په ۱۹۴۸م کال کې چې دی بندي شو نو زه تر هغه وروسته زېږېدلی یم او د پنځو کالو وم چې په لومړي ځل مې ولیدی. سهار وختي پورته کېدی او موږ به یې هم پورته کولو ، تر غرمې به یې د کور و لویو غړو ته د قران ترجمه کوله ، خبرونه به یې هره ورځ اورېدل او پر تعلیم ډېر مین وو."

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۰۷م کال د جولايي پر اوومه د قله عبدالله په ګلستان کې زږېدلی وو او د ۱۹۷۳م کال د دسمبر پر دویمه په کوټه کې په خپل کور کې د خوب پر مهال د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی وو.

نوموړی له هغه وروسته په خان شهید مشهور شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG