د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان ویډیو سکېنډل تر شا لاس لرونکي کسان دې ګرفتار کړل شي"


کوټه ـ د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو د نومبر پر نهمه يو ځل بيا د مظاهرو په ترڅ کې پر حکومت تور پورې کړی چې دغلته په جنسي ځورونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکوي.

دوی همداراز ويلي چې حکومت د عدالت د هغه حکم په عملي کولو کې هم پاتې راغلی چې ويلي یې وو ايف سي ځواکونه دې له پوهنتونه ووځي.

د نومبر پر نهمه د زده کونکو احتجاجي لاریون له ساینس کالجه پیل شو او په پرېس کلب کې پای ته ورسېد.

د پښتونخوا عوامي ملي پارټۍ د زده کونکیو د اتحادیې یو غړي لطیف الله کاکړ وویل چې که غوښتنې یې و نه منل شوې او د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان ګرفتار نه کړای شول نو دوی به خپل احتجاج ته پسې دوام ورکړي.

"موږ دا غوښتنه کوو چې دا خلک دې معطل نه بلکې ګرفتار کړل شي. د شوې سکېنډل تحقیقات دې وشي."

زده کونکو ویل، د ویډیو سکېنډل د مخې ته راتلو نه پس د بلوچستان حکومتي چارواکو ژمنې کړې وې چې د پېښې پلټنه به کوي او تر شا یې چې کوم کسان لاس لري هغو ته به سزا ورکول کېږي خو د هغوی په وینا حکومت خپلې وعدې نه دي پوره کړي.

د جمیعت علما اسلام نظریاتي ډلې د زده کونکو د ټولنې سره تړاو لرونکی عیسی درانی وايي،ځینې ډلې دغه قضیه پټول غواړي.

"موږ له تېرو دوو کلونو راهېسې غوښتنه کوله چې حکومت دې د بلوچستان د یونیورسټۍ د وضعیت څارنه وکړي. هغه مهال چا زموږ خبره نه اورېده. اوس د دې سکینډل د مخې ته راتلو نه پس بیا وایو چې حکومت دې عملي اقدامات وکړي."

دا تر هغه وروسته ده چې په اکتوبر میاشت کې په بلوچستان پوهنتون کې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې چې د احتجاج کوونکو په وینا په پټو لګول شوو کېمرو اخیستل شوې وې.

د بلوچستان ګورنر امان الله یاسینزي د پوهنتون وایس چانسلر جاوید اقبال له دندې لرې کړی دی او د دې رسوايي د پلټنو اعلان یې کړی وو.

جاوید اقبال او د پوهنتون انتظامیې نه یوازې په داسې څه کې لاس درلودل رد کړي وو بلکې دا رسوايي یې تش د پوهنتون د بدنامولو هڅه بللې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG