د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ولس په بشري حقونو ګرسره خبر نه دی: شمس مندوخېل


'بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

'بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي'

د بشري حقونو فعالانو په بلوچستان صوبه کې د بشري حقونو پر حالت خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې نن هم د دې صوبې په ډېری برخو کې د ښځو، ماشومانو او مزدورانو د حقونو سرغړونه روانه ده.

په کوټه کې د بشري حقونو نړيوالې ورځې په تړاو نن سېشنبه په کوټه کې د انساني حقونو کمیشن پاکستان تر سیوري لاندې یوه مظاهره وشوه چې پکې د بشري حقونو فعالانو، وکیلانو او د خیرښېګړې کارمندانو په لوی شمېر کې ګډون وکړ. له مظاهرې سره په څنګ د بشري حقوقو کمیشن غړي شمس مندوخېل وویل، په لومړي سر کې لویه ستونزه دا ده چې دلته ولس ته ګرسره حقونه نه ورکول کېږي، دوهمه لویه ستونزه دا ده چې خلک په خپلو حقونو هېڅ خبر نه دي.

مندوخېل زیاتوي چې پاکستان د بشري حقونو په لړ کې نړیواله ذمه واري لري او بل دا چې د پاکستان په ایین کې د بشري حقونو په ورکولو ټینګار شوی دی. د نوموړي په وینا، زموږ سیمه کې چې له تېرو څه نا څه ۴۰ کلونو کوم ناورین روان دی له دې هم د انساني حقونو سرغړونه بېخي زیاته شوې ده. مندوخېل پر خلکو ږغ وکړ چې د خپلو حقونو لپاره دې راپورته شي.

د کوټې په دې نننۍ مظاهره کې د ګډونوالو وینا وه چې د پاکستان آیین چي کوم حقو ق ولس ته ورکړي دي پر هغه هم د حکومت له لوري په سمه توګه عمل نه کېږي. دوی په آوران کې د ښځو نیونه او د بلوچستان پوهنتون ویډیو رسوايي (سکېنډل) په کلکه وغندله.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د انساني حقوقو بلوچستان څانګي مشر حبیب طاهر ایډوکېټ وویل، په بلوچستان کې د انساني حقونو ډېره زیاته سرغړونه روانه ده. دلته د لږکیانو، د ښځو او د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کيږي. دلته د ژوند په هره څانګه کې د انساني حقونو سرغړونه روانه ده. د ده په وینا د همدې لپاره په احتجاج راوتي دي چې خپل ږغ ریکارډ کړي. دلته انساني ازادي، د خلکو په ازاد مټ تګ راتګ، د وینا ازادي، د خبریالانو ازادي ټول په یوه تنګ چاپېریال کې راګېر شوي دي.

خو د بلوچستان حکومت بیا وايي دي چې د پخوا په پرتله اوس په صوبه کې د بشری حقوقو حالات ښه شوي دي، په خاصه توګه د تعلیم او روغتیا په څانګو کې ډېر کار روان دی. د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواڼي له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې چېرته هم کمزوریاني دي د هغو د لیرېکولو لپاره حکومت هرګام پورته کولو ته چمتو دی.

پېښور کې هم نن د بشري حقونو جهاني ورځ د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ولمانځله چې پکې د قانون او پارلیماني چارو صوبايي وزیر علاوه نورو صوبايي وزیرانو مشیرانو، چارواکو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ.

پر دې مهال یوه مدني فعال تیمور کمال وینا وه چې حکومت یو خوا د بشري حقونو ورځ لمانځي نو بلخوا د بشري حقونو کارکونکي خپل کار ته نه پرېږدي او لا درکه کوي یې او دغه شان د ماشومان، ښځې او نرښځیان هم له بنیادي حقونو محرومه دي.

هم په دې موقع یوه نرښځي واجد نمکين وويل چې له دوی سره لوظونه ډېر شوي دي خو صرف په کاغذونو کې دي.

د دستورې مشر مېلمه او د قانون صوبايي وزیر بېریسټر سلطان محمد خان مشال راډیو ته وویل چې له لا درکه کسانو سره له قانون سره سم عمل روان دی او د زنانو او ماشومانو او نرښځیانو حقونو تحفظ لپاره همنورې قانون سازۍ رواني دي.

بلخوا د لا درکه شویو کسانو لپاره جوړ شوي کمېشن د تېرې مۍ میاشتې په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په نېږدې شپږ زرو لا درکه کېسونو کې تر درې نیم زرو زیات کیسونه فیصله شوي او څه نا څه ۲۲ سوه کیسونه لا پاتې دي.

په پاکستان او پتېره د پښتنو په سیمو کې د ورکو کسانو موندنه د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر سر په اجنډه او غوښتنو کې ده. د دې غورځنګ یو مخکښ عالمزېب مسود هم د تری تمو کسانو موندلو لپاره هلې ځلې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG