د ایران او پاکستان ترمنځ د ګېس پایپ لاین په داسې وخت کې د ځنډ ښکار دی چې پاکستان د انرژۍ له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی. پاکستاني چارواکي وايي چې دوی پر دې پروژه له دې کبله کار نه شي پیلولای چې د امریکا له خوا پر ایران بندیزونه دي.
د ساړه زیارت د پۍ کلي اوسېدونکي په خپلو غرونو کې د زرکو ښکار کوي. خو دا ښکار په ټوپک يا جال نه، بلکې په نارو کېږي. د پۍ اوسېدونکي وايي ؛دوي د زرکو دا ښکار په چیغو او نارو کوي، چې
په بلوچستان کې د اغوا براې تاوان لپاره د ډاکترانو د تښتوونو له وجې که یوې خواته د پخپله ډاکتران له ستونځو سره مخ دي، نو بلي خوا ته ددوي د هړتالو له امله بیا وګړي تر دوي زیات له ستونځو سره مامخ دي. له کوټې پرې زموږ خبریال خدای نور ناصر رپوټ راکوي.
له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) په ليکنه کې راغلي، د ورک کړل شويو بلوڅانو خپل خپلوان، وروسته له دې چې د موندلو په لړ کې يې د پاکستاني ادارو لخوا نهيلي شول، د ملګرو ملتونو مرستو ته سترګې په لار دي.
د بلوچستان په واشک او سويي سیمو کې په دوو جلا جلا پېښو کې شپږ بلوڅ وسله وال او درې د پاکستان د سرحدي ځواک سرتېري وژل شوي.
په بلو چستان کې د تشدد په تازه بیلا بیلو پيښو کې نهه کسان وژ ل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ایران تور لګوي، چې د دوی د سرحدي ځواک شپږ سرتېري د فېبرورۍ پر شپږمه د ایران له سیستان بلوچستان صوبې څخه وسله والو تښتوولي او وروسته يې پاکستان ته اړولي دي.
په بلوچستان کې تښتول شوي د کیچ ضلعې ډپټي کمشنر عبدالحمید ابړو او د تمپ اسسټنټ کمشنر حسین جان خوشي کړل شوي دي.
بلوڅ ریپبلیکن پوځ چې پر فعالیت یې بندیز دی، د ګېس نللیکې الوځولو پړه منلې ده.
فیصل رضا عابدي په خپله وينا کې پر پاکستاني پوځ ږغ وکړ، چې ټول اولس له تاسو ملګری دی، او تاسو باید ددې وسله والو پر ضد عملیات پېل کړئ.
نواز شریف له هغه وروسته کوټې ته درومي چې پرون د شورو ورځ یې د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې له طالبانو سره د جوړ جاړي خبرو بیا ژوندي کولو په موخه یوه څلور کسیزه جرګګۍ اعلان کړه.
د طالبانو دا مشر په داسې حال کې وژل کېږي، چې له تېرو دو میاشتو راهیسې په کوټه کې د نامالومه وسله والو له لوري د افغان طالبانو لوړپوړي مشران په هدفي وژنه کې وژل کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته