د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: تښتول شوي دوه حکومتي چارواکي خوشي شوي


د پاکستان امنیتي چارواکي
د پاکستان امنیتي چارواکي
کوټه: په بلوچستان کې تښتول شوي د کیچ ضلعې ډپټي کمشنر عبدالحمید ابړو او د تمپ اسسټنټ کمشنر حسین جان خوشي کړل شوي دي.

د بلو چستان د کورنیو چارو وزارت نن مشال راډیو ته د دې دوو چارواکو خوشي کیدل تاید کړي دي.

په بلوچستان کې په تيرو دوو ورځو کې دولس سرکاري چارواکي تښتوول شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکو د نوم او ږغ نه خپرولو په شرط د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د چارشنبې په ورځ لومړی د تربت له تمپ سیمې څخه د کېچ ډپټي کميشنر عبدالحميد ابړو د تمپ له اسسټنټ کمشنر سره د ایران له سرحد څخه را روان وو، چې له اجيان سیمې څخه له ليويز چارواکو سره وسله والو وتښتوول.

کله چې د دې تښتوول شويو چارواکو د راخوشي کولو لپاره يوه بله شپږ کسیزه ډله د دشت د اسسټنت کمشنر نعیم ګيچکي په مشرۍ کې له تښتوونکو سره د خبرو لپاره د جمعې په ورځ د تربت پر لور روانه وه، چې د تربت له ګومازي سیمې څخه دا چارواکي هم نامالومه وسله والو وتښتوول.

د دې چارواکو د تښتولو پړه له پاکستان څخه بېلتون غوښتونکې ډلې ً بلوڅ ليبريشن فرنټً منلې ده. په بلوچستان کې وخت نا وخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي.
XS
SM
MD
LG