د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او پاکستان ګېس پایپ ته په بلوچستان کې خطر شته؟


ایراني چارواکي په خپله خاوره کې پاکستان ته پر تلونکي ګېس پایپ د کار پر مهال
ایراني چارواکي په خپله خاوره کې پاکستان ته پر تلونکي ګېس پایپ د کار پر مهال
پراګ : د ایران او پاکستان ترمنځ د ګېس پایپ لاین په داسې وخت کې د ځنډ ښکار دی چې پاکستان د انرژۍ له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی. پاکستاني چارواکي وايي چې دوی پر دې پروژه له دې کبله کار نه شي پیلولای چې د امریکا له خوا پر ایران بندیزونه دي.

د ګېس دا پایپ لاین به له ایرانه بلوچستان او له هغه ځایه پنجاب صوبې ته غځول کېږي چې په پاکستان کې به یې اوږدږالی شاوخوا زر کلومیټره وي.

د بلوچستان حکومت به د دې پایپ لاین د ساتلو پوره هڅه کوي
اسد ګېلانی
دا پایپ به د بلوچستان د خضدار او سوۍ په ګډون له هغو سیمو تېرېږي چېري چې اوس هم د ګېس پر پایپونو او د بلجۍ پر ستنو بربدونه کېږي.

د بلوچستان د کورنیو چارو سیکریټري اسد ګېلانی وايي ، که څه هم تر اوسه د دې پروژې د پیلېدو او یا نه پېلېدو پخلی نه دی شوی خو د ده په وینا ، دوی به یې د خوندي ساتلو لپاره خپله پوره هڅه کوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا پروژه د صوبې او ملک لپاره ډېره مهمه ده او دوی به هیڅوک دې ته پرېنږدي چې په دې لږ کې خنډونه او ګواښونه رامنځ ته کړي.

دا چې د ګېس دا شاوخوا ( اته پنځوس انچه) لوی پایپ به د بلوچستان په کومو سیمو کې زیات له خطر سره مخامخ وي؟

پر داسې پایپ لاین به یو برید په اربونو روپۍ زیان ورسوي
اکرام هوتي

اسد ګېلانی د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً په کومو سیمو کې چې د مځکې پر سر وي نو هلته به یې د امنیت زیاتې ساتنې ته ضرورت وي او په کومو سیمو کې چې په مځکه کې دننه وي نو هلته به خطر کم وي. خو موږ به د دې پایپ لاین د خوندي ساتلو لپاره خپل ټول وسایل په کار راولوً.

په بلوچستان کې ټولې پروژې د بلوڅ ولس له مرضۍ پرته پېل شوې دي
ډاکټر الله نظر بلوڅ
​له پاکستانه د بېلتون غوښتونکو ټولو بلوڅ وسله والو ډلو د اتحادیې مشر ډاکټر الله نظر بلوڅ وايي ، دوی هیڅ داسې پروژې ته اجازه نه ورکوي کومې چې د ده په وینا د بلوڅ ولس د خوښې پر ضد وي.

ډاکټر الله نظر بلوڅ وویل ً موږ پخوا هم دا خبره څرګنده کړېده چې له ګوادر سره نژدې تېرېدونکی د ګېس دا پایپ دی او که د ګوادر بندرګاه پروژه ، بلوڅ قام به د خپلې مرضۍ او منشا خلاف نه یوې سرمایه کارۍ ته اجازه ورکړي او نه به هم کوم پایپ لاین تېرېدو ته پرېږديً.

له پاکستانه د بلوچستان د بېلېدو پلوي بلوڅ سیاستوال نوابزاده حربیار مري مشال راډیو ته وویل ، دوی د دې پروژې ځکه خلاف دي چې د بلوڅ ولس له رضا پرته تر سره کېږي.

په بلوچستان کې د ټولو پروژو امدن له صوبې دباندې ځي
نوابزاده حربیار مری
​نوابزاده حربیار مري زیاته کړه ، ً له دې څخه بلوچستان ته ګټه نه ده بلکې تباهي ده. مزدوران هم له بهره راولي ، چې مالکان یې جوړېږي هغه هم بهرني دي ، چې فیصلې کوي هغه هم بهرني دي او چې کوم مدان دی هغه بهرني وړي. یوازې یو څو پاکستان پلوه دي هغوی د بلوچستان لپاره نه بلکې د خپل ځان لپاره فکر کويً.

د نوابزاده براهمداغ بګټي په مشرۍ کې د فعال بلوڅ بېلتون غوښتونکي بلوچستان رپبلکن ګوند ویاند شیرمحمد بګټي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی به په بلوچستان کې د تېرېدونکي دې ګېس پایپ لاین پر ضد ولس راپاروي.

شیرمحمد بګټي وویل ً بلوچستان رپبلکن ګوند د پاکستان او ایران ترمنځ د دې ګېس پایپ لاین په کلکه غندنه کوي. زموږ ګوند به بلوڅ ولس په دې خبروي چې دا د دوی د تباهۍ یوه بله دوسیه ده. او موږ به هڅه کوو چې بلوڅ ولس په دې پوه کړو چې دا پروژه به هم د دوی پر ضد استعمالېږيً.

موږ به بلوڅان په دې پوهوو چې دا ګېس پایپ لاین به هم د دوی د ټول وژنې یو سبب وي
شېر محمد بګټی
​د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي ، د ایران او پاکستان ترمنځ به د ګېس د دې پایپ لاین او هغو پایپونو کې ډېر فرق دی کوم چې اوس په بلوچستان کې په نښه کېږي.

اکرام هوتي وايي ، ً که چېري برید ورباندې وشو نو دوی چې یې هر څومره ژر بیرته جوړ کړي نو دوې درې ورځې وخت به خامخا اخليً.

اکرام هوتي د برید په صورت کې د ممکنه مالي زیان په اړه وویل ً یو خو د بیرته رغولو زیان دی ، بل چې موم ګېس ضایع کېږي هغه زیان دی او دریم دا چې د دې ګېس د معطلۍ له کبله صنعتي او کمرشل زیان دی. د دې درو زیانونو اټکل هغه وخت کېدای شي چې دوی به یې په څومره وخت کې جوړوي. که یې ژر جوړ کړي نو زیان به په کروړونو روپۍ وي او که زیات وخت پر ولګېد نو په اربونو روپۍ زیان کېدای شيً.

د اسلام اباد پالېسي ریسرچ سنټر له رپوټ سره سم ، دا پروژه باید د ۲۰۱۵م کال ترمنځ پورې پای ته ورسېږي پر کوم چې به شاوخوا (اونیم) اربه ډالر لګښت راځي. د رپوټ په لیکنه ، که مکمل شو نو ایران به د دې پایپ له لارې هره ورځ پاکستان ته (یوویشت نیم) میلیونه کیوبک میټره ګېس ورکوي.
XS
SM
MD
LG