د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې یو مهم طالب پلوه مشر ووژل شو


د طالبانو دا مشر په داسې حال کې وژل کېږي، چې له تېرو دو میاشتو راهیسې په کوټه کې د نامالومه وسله والو له لوري د افغان طالبانو لوړپوړي مشران په هدفي وژنه کې وژل کېږي.

د کوټې په سبزل سړک د نامالومه وسله والو په ډزو کې يو تن وژل شوی دی. ځينو سرچينو د ږغ او نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل؛ وژل شوی کس شیخ عبدالله ذاکري نومېږي، چې د اتحاد علماء افغانستان رييس وو؛.


۸۴ کلن شیخ عبدالله ذاکري چې په کوټه کې د افغانستان د طالبانو يو له مهمو ملاتړ کوونکو مشرانو څخه وو، د دې سرچينو په خبره هم نن د چارشنبې په ماسپښين په سبزل سړک پرې نامالومه کسانو ډزي کړې، چې د بولان ميډيکل روغتون د ډاکترانو په خبره يواځې يوه مرمۍ په سينه کې لګېدلی وو، او په هم هغه ځای وژل شوی وو، مړی يې بولان ميډيکل روغتون ته راوړ. چې د پولیسو تر ضروري کاروايي وروسته يې بېرته مړی خپلوانو ته حواله کړ.

د پاکستان د بلوچستان صوبې سرکاري چارواکي ځان لا هم ناخبره بولي...

دا طالب پلوه مشر په داسې حال کې وژل کېږي، چې له تېرو دو میاشتو راهیسې په کوټه کې د نامالومه وسله والو له لوري د افغان طالبانو لوړپوړي مشران په هدفي وژنه کې وژل کېږي. طالبانو ددوي د مشرانو د وژنو تور په کابل پورې کړی، خو د کابل چارواکي دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG