د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب صوبې ګڼې برخې له ګېسه محرومه


د بلوچستان ډېره مراد جنالي کې د ګېس نللیکه د بلوڅ بېلتونپالو لخوا په بمونو الوځول شوې. ۱۰ فبروې ۲۰۱۱م کال
د بلوچستان ډېره مراد جنالي کې د ګېس نللیکه د بلوڅ بېلتونپالو لخوا په بمونو الوځول شوې. ۱۰ فبروې ۲۰۱۱م کال

بلوڅ ریپبلیکن پوځ چې پر فعالیت یې بندیز دی، د ګېس نللیکې الوځولو پړه منلې ده.


د بلوچستان بېلتون غوښتونکو وسله والو د پاکستان ګڼ مېشتې صوبې پنجاب ته د ګېس درې نللیکې په بمونو الوځولې دي چې د راپورونو له مخه په دغه صوبه کې یې زرګونه کورنۍ له ګېسه بې برخې کړې دي.


په پاکستان کې د سویي ناردن ګېس (Sui Northern Gas) سرکاري کمپنۍ مشر عارف حمید نن پر دوشنبه وویل، لږ تر لږه دوې ورځې په کار دي؛ چې د ګېس نللیکې ته رسیدلی زیان ورغول شي.

بلوڅ ریپبلیکن پوځ چې پر فعالیت یې بندیز دی، د ګېس نللیکې الوځولو پړه منلې ده.

د دې ډلې ویاند سرباز بلوچ ویلي، دا حمله د هغو بلوچ فعالینو د وژنې غچ دی چې؛ څو ورځې وړاندې یې ډله ییز قبرونه وموندل شول.

د بلوچستان جمهوري پوځ د پاکستان وفاقي حکومت تورنوي چې د دې صوبې قدرتي سرچینې لوټي او د صوبې وګړي یې بې وزلۍ او خوارۍ ته پرې ایښي دي.
XS
SM
MD
LG