د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پر برمته ایراني سرتېرو د پاکستان او ایران چارواکو غونډه


ایران تور لګوي، چې د دوی د سرحدي ځواک شپږ سرتېري د فېبرورۍ پر شپږمه د ایران له سیستان بلوچستان صوبې څخه وسله والو تښتوولي او وروسته يې پاکستان ته اړولي دي.

د پاکستان او ایران چارواکو په کوټه کې د ایران له سیستان بلوچستان صوبې څخه د شپږو ایراني سرحدي سرتېرو د تښتوولو په باب خبرې اترې کوي.


په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د بلوچستان چیف سیکریټري بابر یعقوب فتح محمد، د بلوچستان د کورنيو چارو سیکريټري اسد ګیلاني، د بلوچستان د پولیسو مشر، د ملیشه ځواکونو مشر او د ایران له لوري د سیستان بلوچستان صوبې ډپټي ګورنر علي اصغر شکاري او نور چارواکي ګډون لري. په دې غونډه کې د ایراني چارواکو له خوا پاکستاني چارواکو ته وویل شوو، چې ستاسو له خوا ترهګر اکثره وخت د ایران غاړې ته را اوړي او هلته د ایران په امنيتي سرتېرو بریدونه کوي. خو پاکستاني چارواکو بیا په دې زور ورکړ چې ایران هم اکثره وخت د پاکستاني سرحد خلاف ورزي کوي.

دا خبرې له هغه وروسته کېږي چې د دوشنبې پر ورځ د ایران د کورنيو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پاکستان ته اختار ورکړی وو، چې که يې د دوی د تښتوول شويو سرتېرو د راخوشي کولو لپاره قدم پورته نه کړ، نو د دوی سرتېري به د پاکستان پر خاوره د دې ترهګرو پر ضد عملیات وکړي.

ایران تور لګوي، چې د دوی د سرحدي ځواک شپږ سرتېري د فېبرورۍ پر شپږمه د ایران له سیستان بلوچستان صوبې څخه وسله والو تښتوولي او وروسته يې پاکستان ته اړولي دي. د دې سرتېرو د تښتوولو مسوولیت سني وسله والې ډلې جیش العدل قبول کړی وو.
XS
SM
MD
LG