د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په بېلا بېلو پېښو کې نهه تنه وژل شوي دي


د بلوچستان په واشک او سويي سیمو کې په دوو جلا جلا پېښو کې شپږ بلوڅ وسله وال او درې د پاکستان د سرحدي ځواک سرتېري وژل شوي.

د بلوچستان په واشک او سويي سیمو کې په دوو جلا جلا پېښو کې شپږ بلوڅ وسله وال او درې د پاکستان د سرحدي ځواک سرتېري وژل شوي، او شپږ نور ژوبل شوي دي. ځواکونه ادعا کوي، چې د سويي په رستم بازار کې يې ددې وسله والو له کورونو څخه وسله او چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.


د بلوچستان په بلوڅ مېشته واشوک سیمه کې د هم نن د خالي په ورځ د پاکستان د ملیشه ځواکونو پر سرتېرو برید شوی، چې په کې درې سرتېري وژل شوي دي.

په کوټه کې د ملیشه ځواکونو ویاند خان واسع مشال راډيو ته وویل ؛ددوي سرتېري د معمول په ګزمه بوخت وو، چې پرې د ريموټ کنټرول بمي چاودنه شوې، او درې سرتېري يې په هم هغه ځای وژل شوي، او شپږ نور يې ژوبل شوي دي.

د ویاند په خبره تر دې بمي چاودنې وروسته ځواکونو په سیمه کې پلټنې پېل کړي دي، خو تر اوسه يې کوم شکمن کس نیولی نه دی. خان واسیع زیاتوي په دې پېښه کې د ژوبل شويو سرتېرو حالت د ډاډ وړ دی.

بلي خوا ته تردې بمي چاودنې نیم ساعت وروسته د ډېره بګټي د سوۍ په روستم بازار سیمه کې بیا هم وسله والو د ملیشه ځواکونو پر پوسته برید کړی، چې د ځواکونو د وياند په خبره ددوي د سرتېرو په ځوابي ډزو کې شپږ بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي دي.

د ایف سي ویاند وايي تردې پېښې وروسته ددوي سرتېرو په روستم بازار او دارینجن نالا سیمو کې د وسله والو د کورونو تالاشي کړې، او بېخي زیاته وسله او چاودېدونکي توکي يې نيولي دي.

که څه هم د بلوچستان په اکثرو بلوڅ مېشتو سیمو کې اکثره وخت د پاکستان پر امنيتي سرتېرو د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو له خوا بریدونه کېږي، خو ددې نني بریدونو په اړه لا هم د وسله والو ډلو له خوا رسنيو ته څه نه دي ويل شوي.

بلوچستان چې د رقبې له لحاظه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده، له تېري يوې لسیزي راهیسې په کې ځينو بلوڅو ملتپالو له پاکستانه د بېلېدو وسله والو مبارزه پېل کړې، چې ورسره په صوبه کې حالات ترينګلي دي.
XS
SM
MD
LG