د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ښار کې پر بې پلانه ودانیو بندیز


د خوست د ښار او کور جوړولو ریاست چارواکي غوښتنه کوي، چې خلک دې په ښار
او د ښار په نږدې سیمو کې له خپلسرو او غیر پلاني ابادیو ډډه وکړي.

بلخوا د خوست ښار اوسیدونکي وايي، چې کله دوی یادې ادارې ته د پلان او
نقشې لپاره ورشي، نو کارونه يې په میاشتو-میاشتو ځنډیږي.

د خوست د ښار او کور جوړولو ادارې مسوولین وايي، چې په اوس وخت کې يې د
ادارې په کارونو ښه والی راغلی او هره اداره او خصوصي سکټور چې له دوی څخه د تعمیراتو پلانونه وغواړي، په لنډ وخت کې يې جوړولی او دوی ته سپارلی شي.

مسوولینو یادې څرګندونې د سې شنبې ورځې ماښام مهال مشال راډیو ته د یادې
ادارې د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

د ښار او کور جوړولو رييس ابراهیم الله ولي زوی له هغو کسانو چې په ښار
او یا د ښار په مربوطاتو کې خپلسري کارونه کوي، غوښتنه وکړه چې دوی ته دې
د پلانینګ لپاره مراجعه وکړي، تر څو هغوی د سټراټيژیک او تفصیلي پلان
په رڼا کې ورته نقشې ترتیب او په اختیار کې ورکړي.

د خوست د ښار او کورجوړولو ریاست لپاره نوې دوه پوړیزه وداني چې د یو کال
په موده کې د ثبات ټېنګښت د برنامې لخوا د څه دپاسته ۱۴ میلیونه افغانیو
په لګښت جوړه شوې، له ودانۍ سربیره چاردیوالي، میلمستون او نور اړین
ملحقات لري.

د خوست ښار یو تن اوسیدونکی عبدالله وايي، په ښار کې سلګونه مارکیټونه
جوړ شوي، خو که څوک نوی مارکیټ جوړوي، نه ورته نقشه جوړیږي او هر وخت يې
د ښاروالۍ، ښارجوړونې او پولیسو موظفین په تکلیفوي.

دی وايي، په ښار کې د مارکیټونو لپاره د نویو ودانیو جوړول د ډېرو
ستونزو سره مله وي او دوی هیله کوي چې دې برخې ته پاملرنه وشي.

بل لوري ته د ښار او کور جوړولو ریاست یو تن انجینر بلبل محمد وايي، چې
دا وداني په ښه کیفیت او معیار جوړه شوې او پدې سره به يې د دفترونو د
کمي ستونزې حل شي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د یادې وداني د پرانیستې په مراسمو کې
وویل، چې په مرکز کې د حکومتي ادارو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه تر یوه
بریده حل شوې، خو په ولسوالیو کې لا هم دا ستونزه موجوده ده.
نوموړي زیاته کړه:

((متاسفانه تر اوسه په ولسوالیو کې دا ستونزه په خپل پاتې ده، زموږ په
واولیتونو او پلانونو کې شته، د مرکز سره مو بار-بار دا مساله شریکه کړې
او په راتلونکې کې پدې هیله یو چې په ولسوالیو کې هم حکومتي ادارو لپاره
تعمیرات باید وجود لري، تر څو کارمندان مو لدې اړخه ډاډمن شي.))

د یادونې وړ ده، په خوست ښار کې په غیر پلاني او رهایشي سیمو کې د
مارکیټونو جوړول له مهمو ستونزو څخه دي، چې مسوولینو او خلکو ته يې
ستونزې جوړې کړي دي.

خوستي پانګوال غوښتنه کوي، چې پدې برخه کې د فساد د مخنیوي او د ښار د
پلاني انکشاف لپاره دې ځینې رهایشي سیمې په تجارتې بدلې او پدې برخه کې
حکومت پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG