د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ پر ځوړ سوداګري


د تورخم لاره
د تورخم لاره

پراګ ـ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د دواړو خواوو د هیلو باوجود چې لوړول یې غواړي، مخ پر ځوړ ده.

افغانستان او پاکستان چې تر څه مودې مخکې پورې یې ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه دوه اعشاریه پنځو بیلیونو ډالرو ته رسېده، اوس ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته راټيټه شوېده.

د خېبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې (چیمبر اف کامرس) نوي صدر فیض محمد په دوشنبه مشال راډیو ته وویل، افغانستان پر پاکستانيو توکیو چونګۍ (محصول، ټیرف) زیاته کړی چې له وجې یې پاکستانيو سوداګرو د افغانستان بازارونو ته د تجارتي سامانانو لېږدول کم کړي دي.

''په داسې حال کې چې افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی دی، لیکن هغوی خپل محصول پر پاکستاني توکیو زیات کړ چې له وجې یې زموږ صادرات متاثره شول. هغوی که چونګۍ (ګمرکي تعارفه) زیاتوله نو ورته پکار وه چې په ټولو یې زیاته کړې وای، نو د افغانستان د دې پرېکړې له وجې ایران، هند او چین له موږ مارکیټ ونیولو.''

د افغانستان خامه نیوز خبري اژانس د خېبر پښتونخوا د چېمبر اف کامرس پخواني مشر زاهدحسین شینواري خبرې راخېستي چې وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خرابوالی د دې سبب جوړ شوی چې د دواړو خواوو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه اتیا په سلو کې کمه شي.

فیض محمد هم دا خبره تایید کړه او مشال راډیو له یې وویل، د افغانستان له غاړې خبرې درول شوي چې له وجې یې دا حالات پیدا شوی. نوموړي زیاته کړه، د دوی یوه پلاوي په اسلام اباد کې له افغان سفیر سره هم پر دې موضوع ملاقات کړی او ورته یې خپلې ستونزې مخې ته اېښې وي خو بیا هم افغان حکومت پر پاکستانيو مصنوعاتو د نوې چونګۍ له لګولو لاس وانخېست چې له وجې يې دوی په مشکل کې دي.

پاکستان افغانستان ته اوړه، بوره یا چیني، دوایانې، سېمېنټ او نور توکي استوي او په مقابل کې له افغانستانه وچه او تازه مېوه، سکاره او ځیني نور توکي واردوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سوداګرۍ وکیلې [ټریډ اتاشي ثمینه ودیر] د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د خېبر پښتونخوا د چېمبر اف کامرس لخوا د هغې له دفتر سره داسې کوم تماس نیول شوی نه دی. هغې پر پاکستانيو صادراتو د افغان دولت د چونګۍ [ټیرف] په اړه وویل:

''افغانستان صرف پر بیلټي محصول زیات کړی، ځکه پاکستانيو سوداګر په یو شېپمنټ کې څو قسمه توکي لېږدوي، د افغانستان حکومت ټولو واریدونکیو ته په کتو سره اوسط ګمرکي تعارفه لوړه کړې ده. ځکه دا خو هم مناسبه نه ده چې دوی دې په یو شېپمنټ کې بیلا بېل توکي رالېږي او موږ دې د ټیټې درجې محصول واخلو. نو موږ پر دوی اوسط محصول تطبیقوو.))

په پاکستان کې د افغانستان د سوداګرۍ وکیلې ثمینې ودیر دا هم وویل چې افغان سوداګر هم د پاکستانيو چارواکو لخوا له ستونزو سره مخامخ دي. هغه وايي همدا اوس پر تازه مېوو بارې افغان لارۍ پر تورخم ولاړې دي، پاکستاني چارواکي یې مخکې تګ ته نه پرېږدي چې له وجې یې افغان سوداګر د لکونو روپیو له تاوان سره مخامخېږي.

نوموړې وايي له پاکستانيو چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي، هغوی ورته ویلي داسې هېڅ جدي ستونزه نشته خو وايي افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو خرابوالی د دواړو خواوو د سوداګرو مشکلات زیاتوي. کابل پر اسلام اباد تورونه پورې کوي چې په خاوره کې یې مېشتې وسله والې ډلې په افغانستان کې بریدونه کوي خو پاکستان دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG