د افغانستان ولسي جرګې نن (شنبه) په خپله نننۍ غونډه کې د کابینی درې وزیران سلب صلاحیت کړل.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې په بګرام هوایې ډګر کې یوه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون مشران وايي، چې غواړي خپل فعالیتونه د مرکز سربیره یو شمېر ولسوالیو ته هم وغځوي.
وسله والو په مزار شریف ښار کې د جرمني کونسلګرۍ په دروازه کې موټر بم حمله کړې. هېوادوال مو شهیدان شوي او څو تنه ژوبل هم دي. په سیمه کې وضعیت د افغان او بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې دی او ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
مونا نصیر پوښتنه کوي، که خبره امنیت ته د خطر وي نو د القاعدې مشر اسامه بن لادن، د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر او د همدې ډلې بل مشر ملا منصور درې واړه په ظاهره، په پاکستان کې اوسېدل او بن لادن او ملا منصور د پاکستان دننه ووژل شول – نو بیا ولې پاکستان د هغوی ضد کارروايي ونکړه؟
په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړيدو د بنسټ ډبره کيښودل شوه. چارواکي وايي چې دغه پوهنتون چې په زر جریبه ځمکه باندې جوړيږي، دوه نیم سوه میلیونه ډالر لګښت به پرې راشي چې په پينځلسو کلونو کې به بشپړ شي.
اشرف غني ويلي، شربت ګلې په پاکستان کې د کډوالی پر مهال د افغانستان جګړې او د کډوالو انځور نړۍ ته و ښود.
افغان ولسمشر له افغان مېرمني شربت ګلې سره ليدلي او هغې ته يې د اوسېدو لپاره د کور کيلۍ ورکړې ده. شربت ګله څو اونۍ وړاندې په پېښور کې په دې تور د پولیسو نيولې وه چې د پاکستانيو چارواکيو په وینا ځان او کورنۍ ته یې جعلي شناختي کارتونه جوړ کړي وو. د پېښور عدالت هغې ته پنځلس ورځې د بند سزا اورولې وه
د خوست چارواکو او د ولایتي شورا غړو د ځايي خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته وروپيژني.
پاکستاني چارواکو شربت ګله له خپلې خاورې واېستله. په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي نوموړې نن سهار وختي له روغتونه وویستل شوه او د تور خم پر پوله له اړولو وروسته افغان چارواکو ته په لاس ورکړل شوه.
په پاکستان کې د افغانستان سفارتخانې استازي وايي افغان مېرمن شربت ګله خپل هېواد ته ستنېدل غواړي او د هغې ستنېدلو لپاره افغان حکومت ټول انتظامات کړي دي.
د افغانستان کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستانه د راجسټر شویو کډوالو ستنیدو لړۍ تر درو میاشتو پورې ځنډول شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته