د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دوه کسان يې د قتل او د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي دي.
په لوګر کې درې زره ځوانانو لپاره چې لږ تر لږه د دوولسم ټولګي فارغان دي، د کار موندنې د مهارتونو د زده کړې پروګرام پیل شو.
وست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې د دې پروګرام په عملي کېدو سره به د پولیسو او خلکو تر منځ اړیکې ډېرې شي.
د کندز ښار په بُز کندهاري سیمه کې د پنجشنبې د شپې د هوايي برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې د وروستۍ شمېرې په اړه د دې ولایت د امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ مشال راډیو ته وویل چې په دې حمله کې ۳۱ ملکي وګړي، درې افغان سرتېري او د دولت ۲۶ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د جاذبو سترګو نړیوال شهرت لرونکې شربت ګلې ته د پېښور یوه خصوصي عدالت د پنځلس ورځو د بند او یو لک لس زره روپۍ جرمانې پرېکولو سزا اورلې ده.
د افغانستان د ملي امنيت مطبوعاتو څانګې په يوه بيان کې ويلي،محمد حنیف اتمر د پنشنبې په ورځ په کابل کې له پاکستاني سفير سید ابرار حسین سره وليدل او ورسره يې د شربت ګلې د خلاصون موضوع بحث کړه.
خوست میشتي وزیرستاني کډوال وايي، د کرښې پورې غاړه د پاکستان حکومت د کډوالو ستیدنې لپاره اسانیتاوې برابرې کړي او یواځې د افغان حکومت موافقې ته په تمه دي.
د خوست د کرهڼي رييس سمیع الله نصرت وايي د خوست د مرکز او ولسوالیو زرو کسانو بزګرانو ته د غنمو او کیمیاوي سرو د وېش بهیر عملاً پیل شوی او تخمونه په ډېر مناسب وخت کې خوست ته ورغلي دي.
د شورو په ورځ په پېښور کې یوه ځانګړي عدالت د نړيوال شهرت لرونکې شریت ګلې ضمانت په دې دلیل و نه مانه چې هغه د افغانستان اوسېدونکې ده او په ناقانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي.
د پښتو موسيقۍ د غزل باچا خيال محمد استاد د هنري خدمتونو په وياړ دغه غونډه د پاکستان او افغانستان خبريالانو امن سازمان (پاک -افغان جرنلسټس پيس فورم) جوړه کړې وه.
آرګ: د افغانستان دولت د دغه هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د پښتو موسیقۍ د غزل باچا ښاغلي استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه عالي دولتي مډال ورکړ.
کراچۍ ته څېرمه د بلوچستان ګډاني سمندر غاړې ته په ولاړه ناکاره بېړۍ کې د اور لګېدو له کبله د دغه بېړۍ کباړولو ۹ تنه مزدوران وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته