د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه


په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړيدو د بنسټ ډبره کيښودل شوه. چارواکي وايي چې دغه پوهنتون چې په زر جریبه ځمکه باندې جوړيږي، دوه نیم سوه میلیونه ډالر لګښت به پرې راشي چې په پينځلسو کلونو کې به بشپړ شي.

د ننګرهار امان الله خان ښارګوټي ته څيرمه د کوټ ولسوالۍ اړوند په زرجریبه ځمکه باندې د اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه.

د پوهنتون د بنسټ د ډيرې د ايښودو پر مهال د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند وویل، یاد پوهنتون به د پينځلسو کلونو په دوران کې د دوه نیم سوه میلیونو ډالرو په ارزښت جوړ شي.

(( د پوهنتون د دیوال د احاطې لپاره ۳۷ میلیونه افغانۍ د وزرات د انکشافي بوديجې نه بیلې شوي چې دا دی کار پرې روان شوی دی. او ۲۵۰ میليونه ډالر به په ټول کمپس باندې لګښت راځي. وروسته له دې به د مختلفو پوهنځيو د وړانيو لپاره به موږ د مرستندویه مرکزونو، نه د ډونرانو نه او د اسلامي هيوادونو نه به موږ مرسته غواړو. معیاري استادان په بین المللي ستنډرډ سره موږ دلته روزو. دلته به معیاري لابراتوارونه جوړيږي، معیاري کتابخانې به جوړيږي، او له هرې نګاه نه به د دې د ودانيو جوړښت هم معیاري وي.))


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې د پوهنتون په ساتنه کې به د ملي امنیتي ځواکونو تر څنګ ولسونه هم پوره مرسته کوي.

(( دا یو نړیوال اسلامي پوهنتون دی چې د ننګرهار د خلکو په برخه شو چې په علمي ډګر کې به موږ ډیرې زیاتې بریاوې ولرو. نو ځکه زه وایم چې په دې مسوولیت کې ټول ولس راسره شریک دی. زه باور لرم چې هم به ولس راسره مرسته کوي، د سیمې سپین ږیري او مشران به راسره مرسته کوي. او هم زموږ امنیتي ځواکونه مکلف دی چې د دغې پروژې لپاره په ټول توان سره ساتنه وکړي.))

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، فعلاً د پوهنتون د احاطې د ديوال کار پيل شو، چې له دې وروسته به دوی د مرستندویه اسلامي هیوادونو سره ناستې ولري چې د بيلابیلو پوهنځې لپاره ترې مرستې جلب کړي.

دوی وايي چې لومړي اسلامي پوهنتون د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې جوړ شوی، دویم يې په مالیزیا کې دی او دریم به يې په ننګرهار کې جوړيږي چې د لسو زرو د محصلینو د جذوب ظرفيت به ولري.

XS
SM
MD
LG