د لاسرسي ځای

د افغانستان کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستانه د راجسټر شویو کډوالو ستنیدو لړۍ تر درو میاشتو پورې ځنډول شوې ده.

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت وایې له پاکستانه د راجسټر شویو کډوالو د ستنیدو عمل تر دریو میاشتو پوری ځنډول شوی دی.

ددغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل نن مشال ریډیو ته وویل د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې دا بهیر دي د راتلونکي میلادي کال تر پایه پوري ودرول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی د ځنډولو پروسه هم د پاکستان له خوا نه یو جانبه پریکړه وه. زموږ غوښتنه دا وه چې لومړی باید د دوی د اوسیدو ستونزه حل شي یعنی دوی ته د ۲۰۱۷ کال تر پایه وخت ورکړل شي.

د ښاغلي میاخیل په خبره د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روانې نومبر میاشتې تر پنځلسمې وخت ورکړی چې د اوسیدو اسناد نه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې له پاکستان او ایرانه اته لکه او دیرش زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې څه باندي پنځه لکه او دیرش زره یې له پاکستان او پاتې نور یې له ایرانه را ستانه شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG