د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ مشران او حکومتي مسوولین وايي، چې په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې د چارواکو لخوا د یادې ولسوالۍ بیارغونې او د خلکو د مهمو اړتیاوو حل کولو ته پاملرنه نده شوې.
په لوګر کې دونیم زره د دولسمو ټولګیو زده کوونکو او هغو ځوانانو ته چې د کانکور د تېرو کلونو په ازموینو کې بې نتیجې پاتې شوي، د کانکور د تیاري شپږ میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې.
د چارشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د حیدرخېلو د دوسرکه او دلپوریو تر منځ د غځيدلي ۱۲کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کار پیل شو.
د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د جاپان په مرسته د څه باندې درې میلیونو ډالرو په ارزښت د مروارید دوه په نوم د اوبو رسولو يو کانال او استنادي دیوال د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو.
د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د شبکې کارونه پیل شول، لدې شبکې، چې د ښار جوړولو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي، د لوګر د مرکز پنځلس زره کورنیو د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن (چارشنبه) په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۱نور ټپي شوي دي.
ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا رد کړې چې د جنګي جنایتونو د تور په خاطر بخښنه وغواړي.
د پکتیکا چارواکي وايي، د یاد ولایت د نهو ولسوالیو په کلیو او اطرافو کې هغه پرمختیايي او ټولګټې پروژې چې په تېرو کلونو کې پلي شوي، خو اوسمهال زیانمنې دي او یا د خرابیدو له ګواښ سره مخامخې دي، د ۱۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت به له سره ورغول شي.
د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو ځوانانو د یوې غونډې له لارې په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو مشران او یو شمېر منسوبین وستایل.
د پاکستان سياسي ګوندونو له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې د راجستر کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو موده دې د ۲۰۱۷ کال تر پایه له غځولو سره سره غېر راجستر کډوال هم راجستر کړي.
د افغانستان ولسي جرګې د ښار او کور جوړونې او عدلیې وزیرانو ته په نه-شتون(غیاب) کې د باور رایې ورکړې، خو د لوړو زده کړو پر وزیرې یې بې باوري وښودله.
افغان چارواکي وايي، هغه ځان وژونکي بريدکوونکي چې بګرام هوايي اډه کې يې ځانمرګي بريد وکړ، د بګرام ولسوالۍ د لغماني کهنه کلي اوسېدونکى و چې پخوا د طالبانو غړى و.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته