فضل هادي مسلمیار چې د یکشنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې، وویل: طالبان د افغانستان دښمنان دي او هر څوک چې ورسره اړیکې پالي هغه د افغانانو دښمنان ګڼل کیدای شي.
د افغانستان د نورستان ولایت چارواکي وايي، په دواب ولسوالۍ کې تیره شپه وسله والو طالبانو دولسوالۍ مرکز او امنیتي پوستو لوی ډله ییز برید پیل کړی چې تراوسه يي دتلفاتو په اړه معلومات نشته. د جګړې له کبله بازار تړل شوی او ټیلیفونې شبکه هم وسله والو مخالفینو بنده کړې ده.
پخوا افغان چارواکو ويلي ول چې له پاکستان سره اړيکي ځکه خراب شوي چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. پاکستانيو مطبوعاتو ليکلي چې د اسلام اباد او کابل اړيکو ښه کولو لپاره د افغانستان اجرايیه رييس ډاکټر عبدالله پاکستان ته ورځي.
افغان چارواکي وايي د جګړې ختمولو لپاره د طالبانو سره د مذاکراتو هڅې بيخي ودريدلې نه دي بلکې د ښو نتايجو لپاره کوششونه روان دي. افغان چارواکو په همدې حال کې له پاکستانه غوښتي چې د سولې لپاره دې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د پاک افغان پیپلز فورم مشر عالمزیب خان وايي ــــ په دې سفر کې يي د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د مدني ټولنو د غړیو ، لیکوالانو او قامي مشرانو سره ملاقاتونه وکړل.
نوموړي وویل چې دا کنفرانس د دسمبر په څلورمه جوړیږي او پکي به د افغانستان په ګډون د بیلابیلو هېوادونو استازي ګډون کوي.
له هغه وروسته چې د خوست د یو شمېر پخوانیو حکومتي باغونو په چاردیوالیو او په هغه کې د ودانیو په رغونه کارونه پیل شول، د یاد ولایت د کرنې ریاست سره د تراکټورونو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وشوه.
د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ مشران او حکومتي مسوولین وايي، چې په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې د چارواکو لخوا د یادې ولسوالۍ بیارغونې او د خلکو د مهمو اړتیاوو حل کولو ته پاملرنه نده شوې.
په لوګر کې دونیم زره د دولسمو ټولګیو زده کوونکو او هغو ځوانانو ته چې د کانکور د تېرو کلونو په ازموینو کې بې نتیجې پاتې شوي، د کانکور د تیاري شپږ میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې.
د چارشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د حیدرخېلو د دوسرکه او دلپوریو تر منځ د غځيدلي ۱۲کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کار پیل شو.
د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د جاپان په مرسته د څه باندې درې میلیونو ډالرو په ارزښت د مروارید دوه په نوم د اوبو رسولو يو کانال او استنادي دیوال د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته