د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولسي جرګې له درو وزیرانو څخه صلاحيت واخيست


د افغانستان ولسي جرګې نن (شنبه) په خپله نننۍ غونډه کې د کابینی درې وزیران سلب صلاحیت کړل.

په دې غونډه کې ۲۰۷ وکیلان حاضر وو. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته ۱۴۰ وکیلانو د رد رایې ورکړې، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ ته ۱۶۴ او د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل ته ۱۴۴ وکیلانو د رد رایې ورکړې او دا ډول درې واړه وزيران سلب صلاحیت شول.

دا وزیران د انکشافي بوديجې د کم مصرف په خاطر استیضاح او سلب صلاحیت شول. ولسی جرګې ویلي چی ټول ۱۷ وزیران چې انکشافی بوديجې یې کمې مصرف کړي استیضاح کوي.

تر اوسه حکومت د دې درې واړه وزیرانو د سلب صلاحیت په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د ولسمشر دفترویلي و چې د ملي شورا ټولو پریکړو ته درناوی کوي.

XS
SM
MD
LG