د لاسرسي ځای

تازه خبر

شربت ګله افغانستان ته ستنېږي


په پاکستان کې د افغانستان سفارتخانې استازي وايي افغان مېرمن شربت ګله خپل هېواد ته ستنېدل غواړي او د هغې ستنېدلو لپاره افغان حکومت ټول انتظامات کړي دي.

د افغان سفارت لخوا د شربت ګلی کېس د څارنې لپاره ټاکل شوي استازي نسیم کاکړ په دې هکله تېره ورځ په پیښور کې مشال راډیو ته وویل چې شربت ګله خپل وطن ته ستنېدل غواړي او په دغه اړه یې پاکستاني چارواکي خبر کړي دي.

بلخوا د خېبرپښتونخوا واکمن تحریک انصاف ګوند وايي شربت ګله د خپل علاج لپاره تر درو میاشتو په پېښور کې پاتېدلی شي. شربت ګلې ته د جعلي شناختي کارډ په جرم کې د پاکستاني عدالت لخوا ورکړل شوې د ۱۵ ورځو قېد سزا د چارشنبې په ورځ پوره کېږي.

XS
SM
MD
LG