د یکشنبې په ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي سرتېرو پر يوه پوسته ځانمرګي بريد کړی چې پکې شپږ تنه سيمهييز پوليس وژل شوي دي.
د افغانستان د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د سړک غاړې په یوه بمې چاودنه کې د یوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي، چې یاده اداره به د ښار د کوڅو او لارو ټول سړکونه چې د وخت په تیریدو مات شوي یا زیانمن شوي دي، بېرته له سره ورغوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د جایدادونو د لیلام موضوع وڅاري.
د افغانستان د هلمند ولایت چارواکي وايي ډیر ژر به د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په تیرو څو ورځو کې دامنیتي ځواکونو له لاسه وتلې دي.
د تاجکستان دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي، د هغه هېواد له پولې سره نېږدې په افغانستان کې لسګونه سختدریځي ورغونډ شوي دي.
د خوست په محبس کې یو شمېر بندیان وايي، چې اکثره زندانیان په شخصي دښمنیو نیول شوي او پرته له دې چې د دوی د جرمونو په اړه کره ثبوتونه موجود وي، د عدلي او قضايي ادارو له خوا بندیان شوي دي.
په افغانستان کې د سولې او يو والي د ټينګښت په خاطر د قبایلو او سرحداتو وزير له یو شمير قومي مشرانو او مخورو په ګډون ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې په ولسونو غږ وکړ چې د سولې او يو والي په راوستو کې له دولت سره پوره ونډه واخلي.
د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ګڼو مخورو او قومي مشرانو له ځايي ادارې وغوښتل، تر څو د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو له پاره په پرله پسې توګه مرکزي حکومت ته شکایتونه کوي، لاریونونه ترسره کوي او ځني وخت قومي مشکلاتو ته لمن وهي.
نن د چارشنبې پر ورځ د خوست ولایتي شورا استازو او د یو شمېر مدني ټولنو او شوراګانو غړو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د خوست له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
ولسمشر غني په کندهار کې د خبرو پر مهال ويلي دي د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي او په هره توګه چې وي د فساد مخه به نيسي.
په وژل شويو کې د سپرغۍ په نامه يو قوماندان هم شامل دی چې پخوا له وسله والو طالبانو سره فعال و خو اوس له داعش سره يو ځای شوی و.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته