د پکتیکا په مرکز او دریو ولسوالیو کې یوولسو هغه ښوونځيو ته چې ودانۍلري، خو راچاپیرې احاطې او دیوالونه نه لري، د نړیوال بانک د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت به د پنځو میاشتو په موده کې احاطې جوړې شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو د مخته راتلو او بریدونو له کبله په کابل کې د دې هیواد سفیر ور وغوښتی دی.
په هالنډ هېواد کې د ننګ په نوم د افغان محصلانو د یوې خیریه ټولنې غړو د روژې میاشتې په درناوي په خوست کې سلو بې وزلو او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چې تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې به له افغانستانه د بېلابېلو وسله والو بستره ټوله شي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ځوانانو له پاره د کاري فرصتونو نه شتون، نالوستوب، خپلو اولادونو ته د کورنیو نه پاملرنه، غریبي او نورې ټولنیزې ناخوالې د دې لامل شوي، چې د ځوانانو د پام وړ برخه نشو ته مخه کړي.
نن د شنبې پر ورځ په خوست کې د څړبني په نوم نوی پل چې د خوست ښار د ازادۍ مینې حلقوي سړک له اداري کمپلیکس، ولایتي روغتون او د کابل له عمومي سړک سره نښلوي، د نړیوال بانک د نږدې اولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نن د جمعې پر ورځ د پکتیکا ولایت مرکز شرنې په ښار کې د حکومتي چارواکو او خلکو په ګډون د حکومتي ادارو او د ښار د پاکولو پراخه حشر یا پګړه ترسره شوه.
د هرې ورځې په تیریدو د افغانستان په ښارونو کې په چټکۍ د خلکو میشته کېدل ډیریږي او په پلاني او غیر پلاني ډول په کې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ جوړیږي، چې دې کار د منظمو ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې افغان حکومت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
په خوست کې یو شمېر بې وزله او غریبانان وايي، چې دوی د ماښام د روژه ماتي له پاره په ډېرو مشکلاتو خواړه پیدا کوي او یا د شتمنو او مالداره خلکو په صدقه او خیرات روژه ماتی کوي.
له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزي ژبې ورځپاڼه ډان ليکي، په افغانستان کې جګړه په داسې حال کې پېچلې بڼه خپلوي چې په دې هيواد کې د ناټو جنګي ماموريت پای ته رسېدلی دی.
احمد رشید لیکي د ګل پر ورځ په افغان پارلیمان ځانمرګي برید په افغانستان کې د هغه سیاسي او امنیتي بحران عکس العمل دی کوم چې د ناټو ځواکونو د وتلو یو کال وروستو مخې ته راغلې دی.
په افغانستان کې له تېرې څه مودې راهيسې وسله والو په بېلا بيلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو او نورو دولتي مقاماتو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې په نتيجه کې يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته