دوشنبې: د تاجکستان دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي، د هغه هېواد له پولې سره نېږدې په افغانستان کې لسګونه سختدریځي ورغونډ شوي دي.
دا خبره د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار شېر علي خیر الله او د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو قومندان رجب علي رحمان علي تېره ورځ د ګډو ګټو هېوادونو د سرحدي ځواکونو قومندانانو شورا ته وکړه.
رحمان علي وویل، شاوخوا ۱۵۰۰ سختدریځي وسله وال په کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.
خو په تاجکستان کې د افغانستان سفارت پوځي اتاشي زمان الدین زمان وايي، وسله وال د تاجکستان له پولې لرې دي او شمېر یې هم هومره نه دی.
ده زیاته کړه چې په یادو ولایتونو کې حالت تر کنټرول لاندې دي او د وسله والو پر ضد عملیات هم روان دي.