نن د چارشنبې پر ورځ د خوست ولایتي شورا استازو او د یو شمېر مدني ټولنو او شوراګانو غړو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د خوست له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
ولسمشر غني په کندهار کې د خبرو پر مهال ويلي دي د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي او په هره توګه چې وي د فساد مخه به نيسي.
په وژل شويو کې د سپرغۍ په نامه يو قوماندان هم شامل دی چې پخوا له وسله والو طالبانو سره فعال و خو اوس له داعش سره يو ځای شوی و.
د غزني چارواکي وايي، طالب وسله وال د دغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې څلور تنه عام وګړي تښتولي دي.
د سېشنبې پر ورځ د خوست د لکڼو د سیمې د ایوبخېلو د خوړ پر سر لوی پل له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، یاد پل چې اتیا متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا د څه د پاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت په نهو میاشتو کې جوړ شوی دی.
په خوست کې یو شمېر هغه په نشو روږدي کسان چې د معتادینو ودان روغتون کې يې پخوا درملنه شوې، وايي وزګارتوب او بې کارۍ بیرته نشو ته ګرځولي دي.
د افغانستان د روزرګان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د حکومتي سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخيستی او له تېرې شپې راهيسې د دغې ولسوالۍ دوولس پوستې سقوط شوې دي.
د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي وايي، چې دوی به په خپلو کې د همغږۍ او ملګرتوب د ډېرولو له لارې د خلکو د ستونزو د حلولو او د مرکزي حکومت څخه د خپلې سیمې د حقونو د ترلاسه کولو له پاره کار وکړي.
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي وايي، د کابل ښار پر پارک پېلس مېلمستون د حملې دوه طرحه کوونکي نیولي دي.
دغه طالبان په قطرکې د هغه هېواد د چارواکو تر څارنې لاندې وو او د جون په لومړۍ نیټه یې د نظر بندۍ نیټه پای ته ورسیده.
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر حکومتي باغونه چې پخوا به ګڼ خلک د تفریح او ساعتیرۍ لپاره ورتلل، د تفریح ښه ځایونه یې درلودل او ډول ډول میوې پکې وې، اوس د مسئولو ادارو د نه پاملرنې له کبله د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته