د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمرځواک: ډېر ژر به په هلمند کې طالبان پر شا وتمبوو


افغان ځواکونه (پخوانی عکس)
افغان ځواکونه (پخوانی عکس)

د افغانستان د هلمند ولایت چارواکي وايي ډیر ژر به د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په تیرو څو ورځو کې دامنیتي ځواکونو له لاسه وتلې دي.

الیاس داعي

هلمند: د افغانستان د هلمند ولایت چارواکي وايي ډیر ژر به د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په تیرو څو ورځو کې دامنیتي ځواکونو له لاسه وتلې دي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا د هلمند په موساکلا ، سنګين او کجکي ولسوالیو کې له خونړیو جګړو وروسته اوس حالت څنګه دی؟

دهلمند په کجکي او موساکلا ولسوالیو کې د څو ورځو له جګړو وروسته اوس حالت عادي دی خو هغه سیمې لا هم د وسله والو په ولکه کې دي چې په تیرو څو ورځوکې يې نیولې دي.

د کجکي اوسیدونکي وايي چې وسله وال د ولسوالۍ پر ودانۍ بریدونو ته دوام ورکوي خو جګړې هغه سي سختي نه دي چي پنځه ورځي وړاندې وې.

کجکي ولسوالۍ ته غځېدلې لار چي د سنګين ولسوالۍ له ساروان کلا نومي سیمې تیریږي د رواني میاشتي له پیله تر اوسه په مکمل ډول د وسله والو په لاس کې ده او هیڅ ډول وسایل پرې تګ راتګ نشي کولای.

د کجکي دټولنیزي شورا سرپرست حاجي نیک محمد وايي پر امنيتي ځواکونو بریدونه لږ شوي دي خو ولسوالۍ ته نږدي او لرې ټولې هغه سیمي د طالبانو په لاس کې دي چي پنځه ورځي وړاندي يي د یو شمیر ډله ییزو بریدونو پر مهال نیولې وې.

د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ د موساکلا ، سنګين او ګرشک ولسوالیو په ګډون د کندهار ولایت له غورک ولسوالۍ سره هم ګډه پوله لري.

د کجکي ولسوال عبدالرازق مظلومیار وايي ،وسله وال هره ورځ خپل تشکیلونه بدلوي او تازه دمي کسان دامنیتي سرتیرو پر ضد جنګوي.

د مظلومیار په وینا ، د کجکي بند او فابریکي له خطره وتلي دي او هغه اوازي بې ځایه دي طالبان د تنګي سیمي ته نږدي شوي دي.

د ملي اردو ۲۱۵میوند قول اردو د دوهمي لیوا قوماندان عبدالودود نجرابي - چي د کجکي او سنګين عملیات او امنیت په غاړه لري - وايي ، وسله وال هره ورځ خپلو لیکو ته د نورو ولایتونو او ولسوالیو په ګډون له غور او بادغیس ولایتونو هم کسان راولي او د دوي پر ضد يي جنګوي.

په موساکلا کې چي له نوزاد او سنګين ولسوالیو سره ګډه پوله لري دم ګړی امنیتي حالت ښه دی خو خلک وايي دولتي حاکمیت یوازي د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ تر ودانیو پوري محدود دی.

په موساکلا کې تیره اونۍ د پولیسو پر یو ماموریت په برید کې اولس پولیس ووژل شوي او درې نور ټپیان شي وو. په هغه برید کې د لسو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی وو.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي اوس په شمالي ولسوالیو کي جنګ نشته او امنیتي ځواکونه پر پراخو تصفیوي عملیاتو کار کوي او ډیر ژر به د کجکي او موساکلا هغه سیمي بیرته ونیسي چي له لاسه یې وتلې دي.

ځواک وویل په کجکي کې یې له لاسه وتلي سیمي زیاتره نیولې دي او په دې لنډو ورځو کي يي طالبانو ته د لسګونو کسانو په شاوخوا کې مرګ ژوبله اړولې ده.

عمر ځواک د چا نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې د دې ډلیزو بریدونو تر شا دنشه يي توکو د مافیا او نورو استخباراتي ډلو لاس دی.

د هلمند په کجکي او موساکلا ولسوالیو کي په داسي حال کې جګړو زور اخستي چي په دې وروستیو کي دکجکي په زمینداور کي د داعیش د وسله والې ډلې د راپورته کیدو خبري هم تودې شوې دي.

XS
SM
MD
LG