د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلاب منګل: افغانستان به يو ځل بیا د جرګو کور جوړوو


په افغانستان کې د سولې او يو والي د ټينګښت په خاطر د قبایلو او سرحداتو وزير له یو شمير قومي مشرانو او مخورو په ګډون ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې په ولسونو غږ وکړ چې د سولې او يو والي په راوستو کې له دولت سره پوره ونډه واخلي.

په افغانستان کې د سولې او يو والي د ټينګښت په خاطر د قبایلو او سرحداتو وزير له یو شمير قومي مشرانو او مخورو په ګډون ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې په ولسونو غږ وکړ چې د سولې او يو والي په راوستو کې له دولت سره پوره ونډه واخلي.

دغه غونډه چې د ننګرهار د قبایلو او سرحدونو رياست د غونډو په تالار کې د پنجشنبې په ورځ تر سره شوه، د ننګرهار د بیلابیلو ولسواليو څخه ورته قومي مشران، د یني عالمان او د مدني ټولنو استازې بلل شوي ول.

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزير محمد ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وويل: په هيواد کې د خپلمنځي شخړو او ناحوالو د له منځه وړلو لپاره به د جرګو او مرکو دود يو ځل بيا راژوندی کوي.

(( موږ به د افغاني او پښتني دود دستور جرګې مرکې چې د تاریخ په اوږدو کې يې افغاني او پښتني قومونه سره یو موټي ساتلي، او د هیواد د ساتنې، د هيواد د پولو د دفاع او په هیواد کې د ټولو خپلمنځي ستونزو او شخړو د اوارولو لپاره دغه جرګې په ډیر اغیزمن ډول سره رول لوبولی دی. بیاد دا قومي جرګې او قومي بنسټونه تقويه شي.))

د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا په استازيتوب مولانا محمد الياس مدني مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، تر هغې چې د کرښې دواړو غاړو قومونو سره دولت جرګه نه شي، او د دوی ستونزو ته د حل لاره راونه باسي تر هغې سوله امنیت نه شي راتلای.

(( دا چې موږ د پولي ها غاړه کې اوه ایجنسۍ لرو، او پولې دوادو غاړو ته پښتانه ميشت دي، د دوی سره هغه ناستې نه شوي کوم چې په کار دي، د دې لپاره دا هم کيدای شي چې دغه زون په صنعتي زون ونومول شي، تر څو د لر او برو پښتنو تر منځ يو اتحاد او اتفاق راشي، او داسې د مینې محبت له وجې ڼه د تګ راتګ له وجې نه او د تجارت له وجې نه کولای شوو چې سوله تامین کړو.))

خو یو بل تن قومي مشر بيا د سولې په په لار کې اداري فساد لوی خنډ وباله.


(( نوم مې اميرزري دی او د نازیانو ولسوالۍ یم. په ملک کې هغه وخت سوله راځي، چې اداري فساد له منځه ولاړ شي. بل په ولس کې د ترقۍ کارونه پيل شي، ځلک ټول بې روزګاره دي، هر څوک جنګ او جګړې کوي، ټوپک راواخلي، څوک يه يوه ډله کې روان وي او څوک په بله ډله کې روان وي. یو، یو ورور وژني او بل، بل ورور وژني. او د دې ټولو وجه بې روزګاري او اداري فساد دی.))

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزير محمد ګلاب منکل په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د سولې کاروان په نوم يو حرکت پيل کړی چې په لومړي قدم کې ننګرهار ته راغلي او په راتلونکي دريو میاشتو کې به د افغانستان په نورو ولایتونو وګرځي او خلکو ته به د جرګو او مرکو د دود په ژوندي کولو سره د سولې او امن پیغام ورکړي.

XS
SM
MD
LG