د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند : مارجه ولسوالۍ کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۸ کسان وژلي


له ارشیفه اخیستل شوی انځور
له ارشیفه اخیستل شوی انځور

د افغانستان د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د سړک غاړې په یوه بمې چاودنه کې د یوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، په مارجه ولسوالې کې د یوې ځايي کورنۍ موټر د سړک غاړې په ښخ شوي ماین ورختلی چې له کبله یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د دغې کورنۍ یو تن محمد صالح مشال راډیو ته وویل د دوی کورنۍ په مارجه کې د ممکنه عملیاتو له ویرې کډې کولو ته اړ شوې وه.

« دغه اولس اتلس کسان چې جسدونه یې دلته پراته دي، او تاسو یې وینئ، دوی ټول په بمي چاودنه کې وژل شوي دي. دا ټول زموږ د کورنۍ غړي دي، یا مو وریرونه دي، یا مو خورزې دي او یا وریندارګانې دي. »

د هلمند د پولیسو مشر نبیل جان ملاخیل هم تاییدوي چې په وژلو شویو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي .

تر دې ګړۍ د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

XS
SM
MD
LG