د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار ټول سړکونه له سره رغول کیږي


د خوست ښاروال مشال راډیو سره د خبرو پرمهال
د خوست ښاروال مشال راډیو سره د خبرو پرمهال

د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي، چې یاده اداره به د ښار د کوڅو او لارو ټول سړکونه چې د وخت په تیریدو مات شوي یا زیانمن شوي دي، بېرته له سره ورغوي.

دوی وايي، د ښار د سړکونو رغونه او ترمیم به په نږدې ورځو کې دعوه طلبۍ ته مخې ته شي او د ښاروالۍ له عوایدو څخه به د دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شي.

د خوست سرکونه
د خوست سرکونه

د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک د یکشنبې پر ورځ په دې اړه مشال راډیو ته وویل، چې د ښار د کوڅو او جادو د خواوشا اوه کیلومتره سړکونو رغونې او ترمیم سره به نه یوازې په ښار کې دوړې او ګردونه ختم شي، بلکې د ښار ښکلا به هم ډېره شي.

ښاروال زیاتوي، چې د سړکونو د رغونې تر څنګ به ښار کې ګلدانونه، او پارکونه هم ورغول شي او د ښار لختيو ته به اساسي پوښونه او د اوسپنې جالۍ ورکړل شي:

« د خوست ښار سړکونه پاخه جوړ شوي وو، دا چې وخت پرې ډېر تېر شوی نو د ترمیم له پاره ضرورت دی، نو اوس د ښار تقریباً اوه کیلومټره د ښار د کوڅو د پخولو او ترمیمولو له پاره بودجه په اختیار کې لرو او دعوه طلبۍ ته مو ورکړې ده، شاوخوا دوه میلیونه ډالره په دې باندې مصرف راځي، د دې سړکونو په جوړولو سره به په ښار کې یو نوی بدلون مخې ته راشي، د دې تر څنګ د ښار لختي، د لختیو له پاره سر پوښونه جوړیږي، په څنګ کې يې هغه ګلدانونه چې د سړکونو په منځونو کې دي، ورغول شي چې دا به په خوست ښار کې یو نوی بدلون وي.»

خوست ښاروال وړاندې وايي، چې دوی د ښار د سړکونو، لختیو او پارکونو د رغونې پیسې له ټکس، تجایۍ، د ښاروالۍ د دوکانونو د کرايو نه، د جوازونو او ځینو قراردادونو نه چې ښاروالي يې لري ترلاسه کړي دي.

بل لوري ته خوست ښاریان هم د ښار د سړکونو د رغونې غوښتنه کوي او وايي، چې د سړکونو د ماتیدو له کبله په ښار کې دوړې او ګردونه زیات شوي دي.

د سخي محمود په نوم د ښار یو تن اوسیدونکی همدې ستونزې ته اشاره کوي او وايي:

د خوست سرکونه
د خوست سرکونه

« د خوست ښاروال نه مو دا غوښتنه ده، چې د ښار سړکونه دې بېرته ورغوي، کوم چې مات شوي دي، هغه برخې دې لیرې شي او بېرته دې جوړ شي، په خوست ښار کې ګردوب دی، غبار دی، بیروبار ډېر دی سړکونه ټول خراب شوي دي، سړکونه او لختي باید جوړ شي او خوست ښار ته ښکلا ورکړل شي.»

د قدرت الله په نوم د خوست ښار یو بل تن اوسیدونکی هم وايي، چې که د ښار او اطرافو سړکونو ترمیم او رغونې ته توجه ونه شي، نو ښايي په دوه، درې کلونو کې ډیری يې ویجاړ شي.

دی زیاتوي د خوست پر سړکونو ډېر ځایه د لختیو اوبه راغلي او کینولي يې دي، همدارنګه بارداره موټرونو هم هغه سړکونه سخت زیانمن کړي، چې عموماً پرې ښار ته مالونه رالیږدول کیږي.

یاده دې وي، چې په خوست کې د فواید عامې ریاست چارواکو هم رسنیو سره په خبرو کې د خوست د لویو سړکونو د ترمیم او رغونې د پلان خبره کړې ده، دوی له خلکو غوښتي، چې د سړکونو، پلونو او پلچکونو په ساتنه کې، چې خلکو پورې مربوطه او عامه شتمني بلل کیږي پراخه مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG