د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: یو شمېر بندیان د عدلي او قضايي ادارو شکایت لري


د خوست په محبس کې یو شمېر بندیان وايي، چې اکثره زندانیان په شخصي دښمنیو نیول شوي او پرته له دې چې د دوی د جرمونو په اړه کره ثبوتونه موجود وي، د عدلي او قضايي ادارو له خوا بندیان شوي دي.

د خوست په محبس کې یو شمېر بندیان وايي، چې اکثره زندانیان په شخصي دښمنیو نیول شوي او پرته له دې چې د دوی د جرمونو په اړه کره ثبوتونه موجود وي، د عدلي او قضايي ادارو له خوا بندیان شوي دي.

دوی زیاتوي هغه څوک چې په رښتیا يې جرم کړی وي په واسطه او بډو خلاصیږي، خو بې ګناه کسان کلونه، کلونه په زندان کې پراته وي.

بل لوري ته د خوست د څارنوالی او قضاء چارواکي د بندیانو دا ډول ادعاوې رودي او وايي، چې د تورنو کسانو د جرمونو په اړه پوره څیړنه کیږي.

د پنجشنبې پر ورځ د خوست د محبس یو شمېر بندیانو مشال راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ، چې قانون په غریب او مالدار یو ډول نه پلی کیږي، غریب کس بندي کیږي او مالدار کس که سخت جرم هم ولري، د پیسو په زور له زندانه خلاصون مومي:

((زرولي نومیږم د خوست د صبریو اوسیدونکی درې کاله کیږي، چې د خوست په محبس کې یم، موږ د یو راپور له مخې ونیول شو، چې هغو هم زموږ سره شخصي مشکل درلودل، ملي امنیت ته يې راپور ورکړ، چې د خلکو سره ځانمرګي دي، واسکټونه ورسره دي، خو زموږ سره نه واسکټ ګیر شو او نه کوم بل ثبوت پیدا شو، نه مو څارنوال پوښتنه کړې ده، نه عارض شته او نه ثبتوت شته، موږ ګورو چې د اختطاف او موټر بمو والا سره د ثبوته خلاص شي، هغه خلک چې پیسې نه لري، دلته پراته وي.))

نورالحق حقبین او حضرت ولي په نومونو دوه تنه بندیان زورلي ته ورته نظر لري او ډیری دستګیری د شخصي دښمنیو له کبله بولي.

نوموړي د ملاقات کوونکو له پاره په زندان کې د یو سیوري د جوړولو غوښتنه هم کوي.

د نورالله پکتیاوال په نوم یو بندي چې د فرار منزل دوسیه لري وايي، چې ده سره ملګرې يې په خپل رضایت تللې وه، دواړه ونیول شو، خو جینۍ د پیسو په مقابل کې خوشې شوه او دی په محبس کې پروت دی.

د خوست د محبس مدیر سمونوال زلمی دلارو وویل، د بندیانو د ټولو قانوني حقوقو په برابرولو کې يې هڅې کړي او تر ډېره د بندیانو ستونزې هوارې شوې دي.

ده زیاته کړه، په رښتیا هم د بندیانو او پایوازاونو د ملاقات له پاره سیوری نه لري، خو تر کوچني اختر وروسته به دا ستونزه هم هواره شي:

((د خوست محبس کې ۴۴۵ نفره بندیان لرو، ۳۲۰ تنه يې سیاسي جرمونه لري، چې په انتحاري بریدونو، بم خښونو او نورو جرایمو کې د لاس لرلو په تورن نیول شوي، نور په غلاوو، قتل، فرار منزل او پنځه ښځینه بندیانې لرو، د سیوري په اړه هم موږ یوې موسسې سره غږیدلي یو، د اختر وروسته انشاالله په دې محبس کې دا ستونزې حلیږي.))

د خوست استناف څارونوال شعیب ثابت په خپلو خبرو کې د بې سرنوشته بندیانو د شتون مسله ردوي، او وايي، چې کشفي ادارې، څارونوالي او درې ګونې محکمې ځانته ټاکلي وختونه لري، چې توقیف شوي کسان په دې موده کې ځانونه بې سرنوشته بولي.

((د دوی شکایتونه موږ واوریدل، انشاالله موږ داسې بندي نه لرو، چې هغه بې سرنوشته وي، د ټولو سرنوشت مالوم شوی دی، خو دا چې ځیني اعتراض لري، بیا به هم په دویم ځل موږ د دوی په دوسیو غور کوو، که چیرې کوم قانوني مشکل په کې وي، موږ به يې هم حل لاره ګورو او محکمې نه مو هم مطالبه ده، چې هغوی دې هم ورته حل لاره وګوري.))

د یادونې وړ ده، که څه هم د خوست په محبس کې زندانیانو د عدلي او قضايي ادارو پر پریکړو او چلند نیوکې درلودې، خو زندانیان د محبس له حالاتو تر ډېره راضي ول.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په خپله لومړنۍ وينا کې ويلي و، چې د خپلو صلاحیتونو په کارولو سره به په محکمو کې اصلاحات راوړي.

XS
SM
MD
LG