تمه ده د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان ډېر ژر د ملي یووالي په حکومت کې د اجرایوي رییس د واکونو پر سر پریکړه وکړي.
تيره اوونۍ چې د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ اړوند سيمه کې په يو شمير ښځو څو تنو ډله ييز جنسي تيری کړی و او عاملين يې نيول شوي وو، تر اوسه ورته سزا نه ده اورل شوې.
د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمیشن وايي د دې لپاره چې روانه انتخاباتي لانجه ژر پای ته ورسیږي، د تېرو ټاکنو او د رايو د پلټنې په اړه به خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.
د کابل پوهنتون د محصلینو اسلامي ټولنې او د کابل لسګونه اوسیدونکو په پغمان کې د یو شمېر وسلوالو له خوا پر څو ښځو د ډله ییز جنسي تیري د عاملانو د اعدام غوښتنه وکړه.
د افغانستان د دفاع وزیر وايي، ناټو د ویلزپه سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په کلني ډول پینځه عشاریه یو میلیارد ډالره مرسته کوي.
راسموسن د مشال راډیو د هغې پوښتني په ځواب کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره به افغانستان ته څومره وخت ورکړي، وویل هیله لري دا تړون ژر لاسلیک شي تر څو ناټو وکولی شي ژر تر ژره په افغانستان
د افغانتسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د رایو د پلټنې بهېر د پایته رسیدو سره به په راتلونکو څو ورځو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتي لانجو د حل لپاره دواړو کاندیدانو بېګا یو ځلي بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سره خبرې کړي.
له افغانستانه د دفاع وزیر بسم الله محمدي په مشرۍ یو پلاوی وېلز ته ورغلی دی. سرچینې وايي، محمدي به له ناټو له پینځه نیمو تر شپږ میلیارده یا اربه امریکايي ډالرو کلنۍ مرستو غوښتنه کوي چې ورباندې افغان امنیتي ځواکونو وروزي او نور لګښتونه یې پوره کړي.
د زابل امنيتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر ورځ، ناوخته د زابل د شملزو او شينکۍ ولسواليو تر منځ د ملي پوليسو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده چې د ۱۳ وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.
ځانمرګي بريدونه د پنجشنبې سهار وختي د پینځه نيمو بجو په شاوخوا کې د والي استوګنځي ته څېرمه پر دولتي ودانيو پيل شول چې وروسته جګړه پیل شوه. تر څه باندې يو ساعت وروسته، نښته پای ته ورسېده.
مقاله لیکنه، رسامي، ذهني مسابقې او نور علمي او ښوونیز پروګرامونه ځوان نسل په ځانګړي ډول نجونو زده کوونکو ته د دې زمینه برابروي، چې خپل استعدادونه و ازمايي، همدارنګه دا ډول برنامې زده کړو ته د نورو نجونو او هلکانو د هڅونې لامل ګرځي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته