د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ممتازې نجونې وستایل شوې


مقاله لیکنه، رسامي، ذهني مسابقې او نور علمي او ښوونیز پروګرامونه ځوان نسل په ځانګړي ډول نجونو زده کوونکو ته د دې زمینه برابروي، چې خپل استعدادونه و ازمايي، همدارنګه دا ډول برنامې زده کړو ته د نورو نجونو او هلکانو د هڅونې لامل ګرځي.

مقاله لیکنه، رسامي، ذهني مسابقې او نور علمي او ښوونیز پروګرامونه ځوان نسل په ځانګړي ډول نجونو زده کوونکو ته د دې زمینه برابروي، چې خپل استعدادونه و ازمايي، همدارنګه دا ډول برنامې زده کړو ته د نورو نجونو او هلکانو د هڅونې لامل ګرځي.

یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د خوست د بیلابیلو ښوونځیو یو شمېر نجونو زده کوونکو مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړې، دوی چې د ټولنې د نښلونې پروګرام له خوا د ذهني او علمي مسابقې په غونډه کې راټولې شوې وې، د دا ډول نورو برنامو د عملي کېدا غوښتنه یې هم وکړه:

((نوم مې ذحل دی، دا پروګرام د شاګردانو د استعدادونو د روزنې له پاره په لاره چول شوی دی، موږ نور هم هیله لرو، چې په ورته توګه مسابقې په لاره واچول شي، تر څو شاګردان خپله پوهه او استعدادونه په دې کې وازمايي.

۲-نوم مې ایمان مقدس دی، د بي بي حلیمې لیسې د لسم ټولګي زده کوونکې یم، په راتلونکې کې بیا هم د دا ډول مسابقو غوښتنه کوو، ځکه دا د زده کوونکو د استعدادونو په روزنه کې ډېره مرسته کولای شي، نور شاګردان هم دې متوجه کیږي، چې باید تعلیم ته زیاته مخه کړي.))

د نجونو زده کوونکو لپاره علمي او ذهني مسابقو پروګرام د ټولنې د نښلونې پروګرام له خوا د څه د پاسه دیارلس لکه افغانیو په لګښت ترسره شو او په وروستۍ مسابقه کې یې د نجونو د څلورو ښوونځیو زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې بالاخره د بي بي خدیجه لیسې نجونې بریالی او ګټونکې اعلان شوې.

د غونډې ځای د نجونو له خوا د یو شمېر نصب شویو انځورونو، پوسترونو، خطاطیو او لیکل شویو مقالو او دیني روایاتو په نصبولو باندې مزین ګرځیدلی وو.

دوه تنو نورو زده کوونکو هم موږه سره په خبرو کې د نورو نجونو او پیغلو غوښتنه وکړه، چې زده کړو او تعلیم ته دې مخه کړي او ځانونه دې د نالوستوب له بدې پدیدې څخه وژغوري:

((زه سلیمه نومیږم، زموږ په ښوونځي کې نن د ډېر افتخار ورځ وه، زه د دې موقع نه په استفادې هغو خویندو نه چې سبقونه ورڅخه په نیمایی کې پاتې شوي او اوس په کورونو کې ناستې دي، هغو څخه هم هیله کوم، چې پاتې درسونه او سبقونه پای ته ورسوي او هغو خویندو نه چې بیخي يې زده کړې نه دي کړي، هغوی نه مې هم غوښتنه داده، چې په ښوونځيو کې ځانونه شامل کړي.))

د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار هم دا ډول برنامې د ماشومانو د والدینو او مشرانو د هڅونې او تشویق لامل بولي او زیاتوي، چې د زده کړو د لارې به د ټولنې په چارو کې د ښځو او نجونو ونډه ډېره شي:

((کوم تحایف چې د دوی د پاره ترتیب شوي وو، نور ذکور او اناث شاګردان به ورسره تشویق شي، د درس په قدر او اهمیت به پوۍ شي، هغه به هم ووايي که زه درس ووایم، یو څوک مې تقدیروي، همدارنګه هغه نجونې چې تراوسه پورې د تعلیم نه لیرې پاتې شوي دي، حتماً د هغو والدین او د منطقو مشران به هم تشویق شي او خپلې نجونې به مکاتبو ته ورکړي، تر څو په اینده کې د خپلو وروڼو سره د افغانستان په ارامۍ، سولې، ترقۍ او د پروژو په تطبیقولو کې په اداري او فني کارونو کې ورسره سمه ونډه واخلي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې وویل، چې د ټولنې هوساینه د زده کړو پرته ناممکنه ده:

((که خدای ج زموږ او ستاسو ټولنه تعلیم یافته کړي او کورنۍ مو په سوله او امن کې زوند وکړي، نو بیا سړک په خپله جوړیږي، تعمیر خپله جوړیږي، پلچک خپله جوړیږي، هېڅ مشکل نه شته دی، مهمترین کار زموږ په کلیو او کورونو کې او د سولې او ثبات ژوند د تعلیم نه بغیر ناممکن دی.))

یاده دې وي، چې په خوست کې نږدې درې لکه ماشومان او تنکي زلیمان زده کړې کوي، چې دریمه برخه يې نجونې دي، ټاکل شوې سږ کال به په خوست کې خواوشا دوه زره نجونې د دولسمو ټولګیو څخه فارغې شي، چې ډېری يې پوهنتونونو ته د شمولیت له پاره په تیاریو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG